Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د حکومت یو کارکوونکی د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا ووژل شو

یوه امنیتي سرچینه وایي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې یو کارکوونکی تېرماښام د کابل په پغمان ولسوالۍ کې وژل شوی.

سرچینې زیاته کړې ده، دغه پېښه د پغمان د خواجه مسافر په سیمه کې هغه مهال وشوه، چې د چارو ادارې کارکوونکی احمدفواد امیري جومات ته روان و، چې د ناپېژانداه وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

په همدې حال کې پولیس وایي، د دغې پېښې په تړاو څیړنې روانې دي.

لاتراوسه د طالبانو په ګډون هیڅ کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د هېواد په لسو ولایتونو کې په تازه تاوتریخوالي کې، ۳۳ پوځیان او ولسي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور بیا ټپیان دي.

له دغې ډلې یوازې کابل کې د شنبې په ورځ، اوه تنه د میدان وردک ولایت د ملي امنیت څلورو کارکوونکو په ګډون، یو د پوهنتون استاد، یو د چارو ادارې کارکوونکی او یو ولسي وګړی په څلورو جلا پېښو کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.

دغه پېښه د پغمان ولسوالۍ په خواجه مسافر سیمه کې شوې ده.

شریک یي کړئ