Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ته د یوه پاکستاني پلاوي سفر

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د ځینو نورو سیاسي او پوځي پاکستاني چارواکو سره نن کابل ته راغی.

تمه کېږي، چې دغه پلاوی به افغاني چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر، په دوه اړخیزو او سوداګریزو اړیکو خبرې اترې وکړي.

تر دې وړاندې، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار منلې وه، چې د پاکستان یو تخنیکي پلاوی به کابل ته راځي څو د دوو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه‌والي لپاره د افغاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې درې اړخیزه  ناسته درلوده.

د افغانستان د بهرنیو چاروو وزارت وویلي، چې د دغې ناستې مهمه موخه د طالبانو سره د سولې مذاکراتو له سره پیلېدل و.

د دغه وزارت په وینا، دغه ناسته د افغان سولې بهیر کې او د استانبول ناسته چې تمه ګېږي، د روژې له مبارکې میاشتې وروسته جوړه شي، ممه ګڼي.

په دغې درې اړخیزې ناسته کې له پاکستانه غوښتل شوي و، چې د استانبول په ناسته کې د طالبانو ګډون لپاره پر دغې ډلې فشار راوړي.

د افغانستان د بهرنیو چاروو وزارت ویاند مرستیال حامد تهذیب ویلي: " د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بیا پیلېدل، له سولې پروسې د اجماع پیاوړې کولو ملاتړ، د اجماع په پیاوړې کولو کې د پاکستان او ترکیې رول او د سولې مذاکراتو بریالي کېدل د دغې غونډې له اجنډاوو څخه دي."

له بلې خوا طالبانو ته نږدې ځینې سرچینې وایي، چې د طالبانو د مشرتابه غړي د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره د سلامشورو په حال کې دي خو؛ لاتراوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو یو هیات د سولې د مرکچي پلاوي رییس شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ له قطر څخه پاکستان ته د سلامشورو لپاره تللی.

تمه کېده، چې د استانبول ناسته د شنبې په ورځ په ترکیې کې جوړه شي، خو د طالبانو نه ګډون له امله دغه ناسته تر اختر وروسته وځنډېده.

شریک یي کړئ