د کونړ پر ولایت مقام نن د یوه توغندي لګېدو له امله پنځه تنه ټپیان شوي.
د کونړ والي اقبال سعید وایي، دغه توغندی هغه مهال د ولایت پر مقام لګېدلی، چې زدهکړیالان د قران د حسن قرآت سیالۍ ازموینې په حال کې و.
هغه زیاتوي، په پېښه کې درې تنه د قران حافظان او دوه تنه د دغه پروګرام چمتو کوونکي ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت ځایي چارواکو لاتراوسه په د تړاو څه نه دي ویلي.
د کونړ والي د دغې برید مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دغې ډلې لاتراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.