Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړی چې طالبان به د ترکیې غونډه کې ګډون وکړي

د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد د پوځي او ملکي چارواکو پلاوي په کابل کې د دویمې ورځې لپاره د هېواد له سیاستوالو او چارواکو سره ولیدل.

د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی طلوع نیوز ته وايي چې پاکستاني سیال یې په دغه سفر کې، همدارنګه ډاډ ورکړی چې طالبان به د سولې په غونډو کې هم مهاله تاوتریخوالی به کم او اوربند به ومني.
          
د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی زیاتوي:«پیغام یې راوړی چې له خپلو ټولو امکانانو سره موږ جدي کار کوو، طالبانو ته قناعت ورکړو چې اوربند ومني او همدرانګه په راتلوونکي کې د مذاکرې چانسونه له لاسه ور نه کړي او اشاره یې د استانبول غونډې ته وه.»

خو د پاکستان پلاوي په خپل دغه سفر کې له دوحې نه اسلام آباد ته د تللي طالب پلاوي د سفر د جزیاتو په هکله افغان حکومت ته څه نه دي ویلي.

ښاغلی داوودزی زیاتوي:«د طالبانو دا پلاوی ظاهراً له پاکستاني چارواکو سره نه ویني او لکه څرنګه چې په خپله یې ویلي دي له خپلو مشرانو سره ویني او له همدې امله په دې هکله څه ویل شوي نه دي.»
              
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له اناتولي خبري آژانس سره په مرکه کې خبرداری ورکوي که چېري په افغانستان کې ښکېل لوري د سولې پر یوې موافقې سره سلا نه شي نو دغه هېواد به په کورنیو جګړو کې ښکېل شي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي:«موږ لاهم درک کوو چې په افغانستان کې دننه مخربین شته. داسې عناصر شته چې د جګړې له اقتصاده ګټه اخلي او مېلیاردونه ډالر یې ترلاسه کړي دي. بهرني عناصر هم شته چې غواړي افغانستان بې ثباته وي.»

تر اوسه په پاکستان کې د طالبانو له مشرتابه سره د شیخ عبدالحکیم حقاني د سلا مشورو جزیات روښانه نه دي، خو پر طالبانو د پاکستان نفوذ د پاموړ بلل کېږي.
         
د سولې د عالي شورا پخوانی مرستیال قاضي محمد امین وقاد وايي:«پاکستان پر طالبانو اغېز لري او کولای شي چې دغه ډله تشویق او وهڅوي چې د مذاکرې ډګر ته راستنه شي.»   

اوس مهال د استانبول په کنفرانس کې د معنی داره ګډون لپاره د ټولو سترګې ځکه طالبانو او پاکستان ته دي چې طالبانو د سپټمبر تر یوولسمې پورې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د واشنګټن دا پرېکړه د دوحې د موافقې پر خلاف وبلله او د سولې په هر ډول غونډو کې یې ګډون رد کړ.
 
دغه سفر دقیق داسې مهال کېږي چې ټول لوري په استانبول کنفرانس کې د طالبانو د ګډون په انتظار دي او د شیخ عبدالحیکم په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د دې ډلې له مشرتابه سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه