Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۲۴ ساعتونو تاوتریخوالي او د امنیت ضت پېښو کې ۱۹ تنه وژل شوي

تېرو څه کم ۲۴ ساعتونو کې د هېواد اتو ولایتونو کې د امنیت ضد پېښې او د طالبانو بریدونو کې  ۱۹ تنه نظامیان او ملکي کسان وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي. 

عام خلک او د ولسي جرګې ځینې غړي، روانې ناامنۍ اندېښمن کړي. خو دفاع وزارت بیا وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو، د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۱۵۰ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پولیس افسر سمیع الله زارع چې د یکشنبې په ماښام یې د خپل کور د پلور پیسې د معاملاتو له یوه دفتر نه کورته لېږدولې، د اتلسمې امنیتي حوزې په دشت برچي سیمه کې د یوه وسله وال برید په نتیجه کې ووژل شو. او غلو د هغه تر یو مېلیون افغانیو زیاتې پیسې هم وړې دي.

د سمیع الله زارع ورور محمد مهدي محبي وویل:«موږ له حکومت عدالت او د دغې پېښې تعیبول غواړو چې مجرمین ونیسي او سزا ورکړي.»
             
د سمیع الله زارع د تره زوی نقیب الله فروتن هم زیاتوي:«زموږ دولتي چارواکي تر دې بریده سپین سترګي شوي دي چې هره ورځ ځوانان وژل کېږي او شهیدان کېږي، ترور کېږي. له نورو خبرو اترو پرته هېڅ اورېدونکی غوږ نشته.»

د هیواد په نورو سیمو کې هم د ناامنۍ ورته پیۍې شوې دي.

په کابل سربېره په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په هرات، لوګر، ننګرهار، پکتیکا، هلمند، کندهار او کونړ کې هم په هدفي قتلونو، ماین چاودنو او بریدونو کې ۱۵دولتي سرتېري او درې ولسي وګړي وژل شوي او دولس دولتي سرتېري او یوویشت ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ وايي:«یوځل د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر تود شوی دی او مُلکیان قرباني کېږي.»

د ملي دفاع وزارت بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۰۶ طالبانو د وژل کیدو او نورو  ۴۶ طالبانو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.
           
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«طالبانو د روژې په میاشت کې هم خپل تاوتریخوالی کم نه کړ او د خلکو پر ځانونو یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه یې دفع کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.»

د پسرلي په پلېدو او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو په اعلان سره په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. 
 
شریک یي کړئ