Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په اوو وزراتونو کې د سرپرستانو د کار پر دوام د ولسي جرګې نیوکه

شاوخوا اته میاشتې وشوې، چې شپږ وزارتونه او د افغانستان بانک ریاست، سرپرستان اداره کوي او لا هم نه ده معلومه، چې حکومت به کله دغو ادارو ته نوماندان ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي، دولتي ادارو کې د سرپرستي دوام سره د حکومت مشروعیت هم له پوښتنې سره مخامخېږي.

 د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وایي، دې وروستیو کې ولسمشر ته نږدې کسان په دولتي ادراو کې په دنده ګومارل شوي خو ولسي جرګه چې له حکومته د نوماند وزیرانو د معرفۍ غوښتنه کوي، دا نه ده منل شوې.

د کورنیو چارو، پوهنې، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا، اطلاعاتو او کلتور، مالیې ، عامې روغتیا او ښځو چاروزارتونه او د افغانستان بانک هغه ادارې دي چې له څو میاشتو راهیسې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل:«د سرپرست وزیرانو د کار دوام د اساسي قانون او د سرپرستانو د قانون پر خلاف دی او له بلخوا او د هغوی د کار دوام د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.»

 ولسي جرګې شاوخوا اته میاشتې وړاندې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حمیدي،د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر ظهیر، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت سرپرست مجیب رحمان کریمي او د افغانستان بانک رییس اجمل احمدي ته د باور رایه ورنه کړه.

حقوقپوهان وايي چې حکومت په قصدي توګه ولسي جرګې ته نوي نوماند وزیران نه معرفي کوي.

حقوقپوه شکور دادرس څرګندوي:«ارګ دیکتاتوري کوي نن چې زړه یې وغواړي څوک له دندې لېرې کوي چې زړه یې وشي بېرته یې راولي.»

بل خوا اوس اوس د حکومت په ځينو برخو کې نوي رییسان ګومارل شوي دي، ولسمشر په یوه حکم کې خپل حقوقي سلاکار کبیرعیسی خېل د ملي تدارکاتو د رییس او صدیق الله فهیم په سیاسي او ولسي چارو کې د ملي امنیت سلاکار په توګه ګومارلی دی.
 
د ولسمشر د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وايي:«افغان حکومت به په مناسب وخت کې نوماند وزیران د اعتماد رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.»

د قانون له مخې په دولتي ادارو کې سرپرستان یوازې تر دوو میاشتو د ادارو سرپرستی کولای شي او حکومت باید د دوو میاشتو له تېرېدو وروسته دغو ادارو ته نوي نوماند وزیران یا رییسان معرفي کړي.

قانون جوړونکي وایي چې د سرپرست وزیرانو د کار دوام وزارتونو ته زیان رسوي او یو شمېر دغو سرپرستانو د ځينو کسانو د لېرې کولو او ګومارلو په څېر په ناقانونه کارونو هم لاس پورې کړی دی.
 
شریک یي کړئ