Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد له بندخونو د داعش ډلې د بندیانو د خلاصون لپاره سلامشورې

افغان حکومت له پاکستان او ۱۳نورو هېوادونو سره د داعش ډلې د ۴۰۸ بندیانو د برخلیک په تړاو چې د دغو هېوادونو وګړي دي، خبرې پېل کړې دي.

د ملي امنیت عمومي رییس وايي چې دغو بندیانو کې ۲۹۹ یې د پاکستان وګړي دي.

د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وايي:«له دغو هېوادونو څخه مو غوښتنه کړې چې له موږ سره په دغې برخه کې یوځای کار وکړي چې موږ وکړای شو دغه مسله په بنسټیزه توګه حل کړو.»

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې پر القاعدې او نورو نړۍوالو ترهګرو ډلو پورې تړلي ۳۰۹ بهرني وګړي د افغان حکومت بندخونو کې دي.

د افغانستان په ځينو سیمو په تېره بیا په ختیځ کې د داعش له پنځه کلن حضور وروسته اوس افغان حکومت مني چې دغې ډلې خپل فعالیتونه د کوچنيو ښاري ډلو په اډانه کې تنظیم کړي او لوی مرکز نه لري.         

د څوارلسو هېوادونو د وګړو په منځ کې تر ټولو ډېر نیول شوي کسان پاکستانیان وو. له پاکستان وروسته، ازبیکستان، تاجیکستان، قرغیزستان او چین هغه هېوادونه دي چې ډېر وګړي یې په افغانستان کې له داعش ډلې سره د فعالیت پر مهال نیول شوي دي.

د داعش نیول شوي کسان:

۲۹۹ پاکستاني

۳۷ ازبیکستاني

۱۳ تاجیکستاني

۱۲ قرغیزستاني

۵  روسیي

۱۶  چیني

۵ اردني

۴ ایراني

۳ ترکیي

۵ اندونیزیايي

۱ الجزایريي

۲ بنګله دېشي

۴ هندي

۲ مالدیفي 

خو په افغانستان کې د داعش ډلې د یوه نیول شوي پاکستاني مشر اسلم فاروقي برخلیک به څنګه کېږي؟
  
ښاغلی سراج په دې هکله زیاتوي:«کله چې پاکستان د طالبانو د مشرانو ځينې کسان چې د دوی په بندخونو کې دي موږ ته تسلیم کړل، موږ به په بیا په دې هکله فکر وکړو.»               

ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکوي چې افغانستان به انزوا ته ولاړ نه شي:«موږ د خپلو نړیوالو اړیکو د نوي فصل د قلم وهلو په حال کې یوو او بشپړ ډاډ ولرئ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویلېږي.»

د ملي امنیت عمومي رییس وایي چې هېڅ بندي طالب به له بنده خوشي نه شي، دی دا هم وایي چې پرون د طالبانو یو مهم کس مولوي احمد کندهاری په کندهار کې ووژل شو، د ملي امنیت د عمومي ریاست دغه چارواکی له پاکستانه کندهار او د هېواد نورو سوېلي سیمو ته د خپل مشرتابه د لېږد لپاره د طالبانو د هڅو خبره کوي.

نوموړی زیاتوي:«غواړي چې د استخباراتو، اطلاعاتو او کلتور، محبوسینو او مووسساتو کمېسیونونه دننه افغانستان ته راولېږدوي، خو د مولوي احمد وژل کېدل د هغوی مشرانو ته څرګنده پیغام و چې افغانستان لا هم د هغوی لپاره ځای نه دی.»

د ملي امنیت عمومي رییس وایي چې د داعش ډلې ډېری غړي د ترکیې له لارې ایران او وروسته پاکستان او افغانستان ته راغلي وو.

افغان حکومت د طالبانو او  داعش ډلې ترمنځ د اړیکو د دوام خبره هم کوي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

ملي امنیت وايي چې د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي به په هغو بندیانو کې نه وي چې په پام کې ده پاکستان ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ