Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فاریاب لپاره د نوي والي پر معرفۍ د جنبش ګوند د نیوکو دوام

د مارشال دوستم ویاند د فاریاب لپاره د نوي والي ټاکنه، هغې هوکړې ته د ولسمشر د نه ژمنتیا بېلګه بولي، چې پر بنسټ یې اوسنی حکومت جوړ شوی دی.

هغه وايي؛ د دغې هوکړې پر بنسټ د والیانو ټاکنه باید د حکومت د دوو ټیمونو په تفاهم وشي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ ټینګار کوي، چې حکومت کې ګومارنې د قانون او د وړتیاوو پر بنسټ کېږي.

د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو وویل:«د اوسني حکومت تشکیل د دواړو ډلو ترمنځ د سیاسي هوکړې پر بنسټ شوی چې د دغې هوکړې په یوې برخه کې، والي باید د دواړو ډلو د مشرانو له ګډ لیدلوري سره وټاکل شي.»

د دوشنې په ورځ د جنبش ګوند پلویانو په مزارشریف کې د مارشال عبدالرشید دوستم په کورکې په یوې غونډه کې فاریاب ته د نوي والي د معرفي کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ. اعتراض کوونکي وایي داسې یو چا ته د فاریاب د مدیریت سپارل به ډېر تاوان رامنځته کړي چې د دوی په وینا د دغه ولایت له جغرافیې سره بلد نه دی.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان نظام‌الدین قیصاري په دې هکله وايي:«که چېرې حکومت دا کارونه وکړي، طالب ښار نیسي. طالب قوي دی، د طالب خبره یوه خبره ده! زموږ حکومت هم باید سیاستوال او مشران راټول کړي، باید مشوره وکړي او دا طالب وځپي.»

تر دې وړاندې یو شمېر سیاسي ګوندونو او د ولسي جرګې غړو په دې رابطه حکومت د سیاسي اجماع د رامنځته کېدو لپاره د سیاسي ارادې په نشتوالي تورن کړی دی، خو ارګ ټينګار کوي چې د حکومت په تشکیلاتو کې ټولې ګومارنې او مقررۍ د قانون د احکامو، لوزم دید او د وړتیا د اصل پر بنسټ کېږي.
 
د سیمه ییزوارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازی وايي:«ډموکراسي ده او هر څوک د اعتراض حق لري او له هغوی سره د قانون په چوکاټ کې بحث کوو او دا ستونزې حل کوو.»

تر دې وړاندې د فاریاب اوسېدونکو هم په یوې اعتراضیه غونډه کې ویلي وو چې د دغه ولایت نوي معرفي شوي والي ته به د کار اجازه ورنه کړي.
دوی وایي چې حکومت باید په خپله له فاریاب نه یو داسې کس چې تحصیل یې کړی وي، د دغه ولایت د نوي والي په توګه وټاکي.

د فاریاب د نوي والي پر معرفي کېدو د اعتراضونو په لړ کې، د مارشال  عبدالرشید دوستم ویاند وایي روان کړکیچن حالت د اوسني حکومت د جوړېدو له موافقې نه د ولسمشر غني د بیا بیا سرغړوونو نتیجه ده.

شریک یي کړئ