Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسافر: د هېواد ډېری لویې لارې ناامنې دي

ځينې مسافر او موټر چلوونکي د هېواد لویو لارو کې د نا امنیو له ډېرېدو اندېښمن دي.

هغه موټر چلوونکي او مسافر چې له کابل څخه نورو ولایتونو ته تګ راتګ کوي وايي، د لارې په اوږدو کې د دولت د مخالفو وسلوالو او د جنایتکارانو شتون تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

ځينې هېودوال په پلازمېنه کابل کې د هغو څلورو ولسي وګړو په ویر سره راټول شوي دي چې تېره اوونۍ د کابل - غور پر لویه لار د ناپيژانده وسله والو له لوري ووژل شول.

د دغو وژل شویو کسانو کورنۍ د هېواد په لویو لارو کې د نا امنیو زیاتېدو ته اندېښمن دي.
            
د وژل شوي کس خپلوان سید عزیز سیرت وايي:«په دې برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي، لویې لارې دې امنې کړي او نوې پوستې دې جوړې کړي.»
             
د وژل شوي کس له خپلوانو سید حسن الله هم وویل:«د امنیت د ټینګښت په مسایلو کې جداً له خپلو ټولو اوپراټيفي او تکتیکي تدابیرو استفاده وکړي.»

د کابل - کندهار لویه لار د هېواد یوه له تر ټولو ناامنو لارو ګڼل کېږي. دا لویه لار د مرګ د لارې په نوم مشهور ده چې په ترهګریزو پېښو او غلاوو سربېره، وخت ناوخته په کې خونړۍ ټرافیکي پېښې هم کېږي.
                         
د کابل - کندهار د لویې لارې موټر چلوونکی بابايي وايي:«غله خلک لوټي او د خلکو مال اخلي، او ډېری دولتي چارواکي له چلوونکو حق اخلي، خلک ځوروي او ربړوي.»

په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د جګړې زیاتېدو هم په دغو سیمو کې لویې لارې نا امنې کړې دي.

طالبان کله ناکله د کابل - مزار د لویې لارې په څو برخو کې بریدونه کوي. د بغلان پولیس وایي چې په تازه پېښه کې دې ډلې د یوه شرکت دوه موټره له لویې لارې بیولې وو، خو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دغه موټرونه بېرته ترې اخیستل شوي دي.

خو د کابل - جلال آباد لویه لار یوازینۍ لار ده چې د نورو لارو پرتله په کې د نا امنۍ پېښې لږ دي.
         
پخوانی نظامي محراب الدین صافی څرګندوي:«دا کابو امتیاز اخیستنه ده او هڅه کېږي چې لویې لارې ناامنې شي.»

بلخوا امنیتي ځواکونه بیا د هېواد د لویو لارو د امنیت د ښه کولو لپاره د هڅو خبره کوي.
            
په دې هکله د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وايي:«موږ د لویو لاریو د امنیت د تامین او د هغو سیمو د پاکونې لپاره چې موږ او زمو خلکو په هغو برخو کې له ډېرو ننګونو سره مخ شوي یوو، ځينې پروګرامونه لرو.»

په لویو او وړو لارو کې نا امنۍ تر دې کچې  زیاتې شوې دي چې مسافر ان د کابل - چاریکار پر لاره  د شپې له خوا په ډار او ویرې سفر کوي.

شریک یي کړئ