Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون: له افغان ځواکونو خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکوو

امریکایي ځواکونه به د افغان امنیتي ځواکونو د هوایي عملیاتو ملاتړ ته دوام ورنه کړي.

د پنټاګون ویاند وايي؛ واشنګټن به له سپټمبر وروسته یوازې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او د تجهیزاتو او الوتکو ترمیم برخو کې ملاتړ وکړي.

خو ولسمشرغني وایي، چې افغن امنیتي او دفاعي ځواکونه به د تجهیزاتو کمښت سره مخ نه‌شي.

د امریکا د دفاع وزیارت ویاند جان کربي وایي:« موږ به مالي ملاتړ ته دوام ورکړو؛ او یو له هغه څېزونو چې غواړو په پام کې ولرو، د افغان امنیتي ځواکونو اړتیاوې دي په ځانګړې توګه هوایي برخه کې.»

د پنټاګون ویاند ټینګار کوي، چې افغان ځواکونه باید د دفاع لپاره چمتو اوسي.

جان کربي زیاتوي:« له افغان ځواکونو زموږ ملاتړ دغه ډول نه دی. فکر کوم څو ورځې وړاندې مو له جنرال مېلر واورېدل، چې افغان امنیتي ځواکونه باید د خپل هېواد او خلکو د دفاع لپاره چمتو اوسي. له دغو ځواکونو به تر ډېره زموږ ملاتړ مالي برخه کې وي.»

خو ولسمشرغني ډاډ ورکوي، چې دولتي ځواکونه به د تجهیزاتو کمښت سره مخ نه‌شي.

ولسمشرغني ویلي:« ډاډه اوسئ، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به تمویل کېږي د تجهیزاتو برخه کې به یې ستونزه پېښ نه‌شي او تاسې ولېدل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یو میلیارده ډالر امکانات ولېږدول شوه.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتنه پیل شوې او تمه کېږي، چې دغه لړۍ به د روان کال تر سپټمبر میاشتې بشپړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه