Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلېنکن: افغانستان کې هیڅ یو لوری کورنۍ جګړه نه غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سي‌ان‌ان شبکې سره خپلې یوې مرکه کې ویلي، چې هیڅ یو لوری په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه غواړي.

بلېنکن هغه پوښتنې ته چې ایا د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته به په افغانستان کې داسې یوه تشه رامنځ‌ته شي، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لامل شي او یاهم طالبان دغه هېواد بېرته په خپلې ولکه کې کړي؟ وویل: " بې له شکه دا یوه ممکنه سناریو ده."

هغه زیاته کړه: " هیڅوک هم له یوې نوې کورنۍ جګړې ګټه نه‌شي اخیستی. بې له شکه په دې جګړې کې د افغانستان د خلکو ګټه هم نه‌ده. نه د افغانستان دولت دا غواړي او نه هم طالبان. د افغانستان هیڅ یو ګاونډی هېواد دا نه غواړي. ان د افغانستان هغه ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې په دغه هېواد کې د اساسي ګټو په لټه کې ول."

هغه زیاته کړې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او هغوی چې د دغه هېواد په موضوع کې دخیله دي، په دغه هېواد کې له خپل نفوذ او ګټو څخه په استفادې باید پرېکړه وکړي چې د لوبې په ډګر کې ټول موارد په پام کې ونیسي.

بلېنکن د سیمې هېوادونو پرېکړې ته په اشارې سره وایي، ډېری خلکو خپل فکرونه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتو په اړه د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړې پورې متمرکزه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکو د مې پر لومړۍ نېټه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتو خبر ورکړی.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ او د امریکایي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر د یک‌شنبې په ورځ ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر پیل شوی.

خو بلېنکن بیا ټینګار کړی:" د دغه هېواد په مسایلو کې به د دخیل کېدو نه لېرې نه‌شو. موږ په ژوره توګه له دیپلماسۍ نه په استفادې له افغانستان دولت او خلکو ملاتړ، اقتصادي همکارۍ او امنیتي ځواکونو سره مرستو برخه کې به په دغه هېواد کې دخیل اوسو."

د بلېنکن دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د امریکا د مشرانو جرګې بهرنیو اړېکو کمیټه کې، د افغانستان په اړه د امریکایي سناتورانو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ورکړ.

امریکایي سناتورانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته د خپلو اندېښنو په څرګندولو سره وویل، کېدای شي دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو ګواښ ډېر شي او د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د افغانستان په ټولنه کې د ښځو موقف ته ګواښ پېښ شي.

امریکایي سناتورانو له ښاغلي خليل‌زاد وپوښتل، په افغانستان کې د طالبانو بیا بریالي کېدو په صورت کې د دغې ډلې پر وړاندې کوم پروګرام شته او په امریکا کې به کوم کسان دغې مسالې ته رسېدنه وکړي؟ هغه یې په ځواب کې وویل، چې طالبان د دغه کار لپاره هومره وس او توان نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، هیڅ یو لوری په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه غواړي او دغه جګړه د هیچا په ګټه نه‌ده.

شریک یي کړئ