Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د برېښنا شرکت د کارکوونکو پر موټر چاودنه

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا شرکت نن پنجشنبې (د غوايي په ۹مه) په یوې خپرپاڼه کې ویلي دي چې د دغه بنسټ د څلور کارکوونکو په ګډون شپږ تنه په جلال اباد ښار کې په یوې چاودنه کې ټپيان شوي دي.

په خپرپاڼه کې راغلي دي چې دغه چاودنه نن سهار نهه بجې د جلال اباد شار د درېیمې حوزې په اړوند په ۴۰ مټر واټ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه بنسټ یو موټر پر ماین چاودنه وشوه.

خبرپاڼه زیاتوي:«د څلور تنه د برېښنا شرکت کارکوونکي او د یوې مېرمنې په ګډون دوه ولسي وګړي په دغې چاودنه کې ټپيان شوي دي.»

د دغې پېښې ټپيان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلي.

دغه چاودنه نن سهار نهه بجې د جلال اباد شار د درېیمې حوزې په اړوند په ۴۰ مټر واټ کې رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ