Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په دوحه کې د ترویکا غړو هېوادونو ناسته

امریکا، روسیه، چین او پاکستان وایي، چې د ملګرو ملتونو د بندېزونو په نو‌لړ کې د طالب رهبرانو د نومونو د څرنګوالي له ارزونې ملاتړ کوي.

دغه هېوادونو په دوحه کې د افغانستان د جمهوریت مرکچي پلاوي او طالبانو مرکچي پلاوي سره له لېدو وروسته ویلي، چې دغه ارزونه د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي کمښت او د سولې مذاکراتو مخ‌ته وړلو لپاره یو مثبت ګام دی.

د دغې ناستې غړو د قطر په دوحه کې سره لیدلی او د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ نه د دغې ډلې د رهبرانو د نومونو د اېستلو په تړاو بحثونه کړي دی.

د دغې ناستې غړو هېوادونو ویلي، چې دغه ګام د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي پر کمښت او د سولې مذاکراتو پر مخ‌ته وړلو به مثبت اغېز وکړي.

دغو څلورو هېوادونو په یوې ګډه خبرپاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې، ټینګار کړی؛ چې د امریکایي ځواکونو د وتو په بهیر کې باید د سولې خبرې ګډ ودې نه شي او باید جګړه هم رامنځته نه شي.

د دغې غونډې ګډونوالو ویلي؛ هيله‌من دي، چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي او د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو بریدونه ونه کړي. هغوی د افغانستان له حکومته او ملي روغې جوړې له عالي شورا غوښتي، چې په ازادانه ډول د طالبانوو سره پر یوې سیاسي هوکړې خبرې اترې وکړي.

په خبرپاڼې کې راغلي دي، چې امریکا، روسیه، چین او پاکستان په افغانستان کې د زور له لارې د یوه حکومت له جوړېدو ملاتړ نه کوي.

دغې خبرپاڼې د سولې په هر ډول هوکړه کې د ټولو افغانانو او په ځانګړې ډول د ښځو، ماشومانو، د جګړې قربانیانو او اقلیتونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي: « موږ ټینګار کوو، چې د سولې په هر ډول هوکړه کې باید د ټولو افغانانو د ښځو، ماشومانو، نارینه‌و، د جګړې قربانیانو او اقلیتونو حقونه خوندي وساتل شي او دغه سوله باید د افغانانو ټولو اساسي هیلو ته د اقتصادي پراختیا، ټولنېز، سیاسي او د قانون حاکمیت په ګډون ورته رسېدنه وکړي.»

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې له ښکېلیو خواوو غوښتل شوي، چې تاوتریخوالی راکم کړي او له طالبانو یې غوښتي څو خپل پسرلني بریدونه ترسره نه کړي.

په خبرپاڼه کې د یوې تلپاتې او رېښتني سولې درلودل او د جګړې ختمېدل چې د افغانستان د خلکو پراخه او رېښتني غوښتنې دي ترې ملاتړ شوی.

خبرپاڼې زیاته کړې: « موږ ټینګار کوو، چې په افغانستان کې هیڅ یوه پوځي حل لاره نشته، په افغانستان کې یوې تل‌پاتې سولې او ټیکاو ته رسېدو لپاره یوه سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.

دغې خبرپاڼې د افغانستان له حکومت او طالبانو غوښتي، څو ډاډ ورکړي چې د دغې هېواد له خاورې د نورو هېوادونو په ګټه کار وانه‌خلي.

د دغې ناستې غړو له طالبانو غوښتي، چې د ترهګرو پر ضد په خپلو ژمنو او په ځانګړې ډول د نورو ترهګرو ډلو له‌خوا د افغانستان له خاورې د بل هېواد د امنیتي ګواښ لپاره ونه کاروي او له دغو ډلو ملاتړ ونه کړي او د خپلې ډلې لپاره د جلب او جذب، د زده‌کړې او تمویل نه ډډه وکړي.

دغو هېوادونو له افغانستان حکومته غوښتي، چې د نړۍوالې ټولنې سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزې برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په دوحه کې د ترویکا غړو هېوادونو ناسته

د دغې ناستې غړو د قطر په دوحه کې سره لیدلی او د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ نه د طالب ډلې د رهبرانو د نومونو د اېستلو په تړاو بحثونه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه