Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: د پاکستان استخباراتي اداره طالبانو ته جنګي امکانات برابروي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی خو د دوی د معلوماتو له مخې طالبان لا هم خپلو جګړو ته دوام ورکوي.

حمدالله محب زیاتوي چې د پاکستان د استخباراتو اداره طالبانو ته جنګي امکانات او چاودېدونکي توکي برابروي.

د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لاند له وژل کېدو څخه لس کاله وروسته حمدالله محب وايي، د افغانستان جګړه کې القاعده لا هم فعاله ونډه لري خو په خبره یې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو چمتووالی لري.

ښاغلي محب وویل:«طالبانو واک ته د رسېدو لپاره د جګړې لار غوره کړې ده او د سولې لار یې نه ده غوره کړې. او فکر کوي چې د جګړې له لارې واک ته رسېږي، حتما خپل بریدونه زیاتوي.»

سره له دې چې طالبانو په ځلونو له القاعدې سره خپلې اړیکې رد کړې دي؛ خو ښاغلی محب وایي چې القاعده شبکه او څو نورې ترهګرې ډلې په هېواد کې د روانې جګړې ملاتړ کوي.

حمدالله محب طالبان د پاکستان د آی اېس آی اجیران بولي. طالبانو تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړی وايي:«القاعدې افغانستان یې د خپلې جګړې ډګر ګرځولی، په نورو ځایونو کې یې زور بر نه دی، د افغانستان د خلکو وضعیت یې دې حال ته رسولی دی.» 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات هم زیاتوي:«د ټولو بریدونو تر شا طالبان دي او هره ډله چې دا کار کوي د طالبانو له همکارۍ پرته هېڅ کار نه شي کولای.»

په رسمي  توګه د بهرنیو ځواکونو وتل په داسې حال کې پېل شوي دي چې په هېواد کې جګړه دوام لري او هغه هم په داسې وضعیت کې چې د غزني د خلکو استازي د غزني ښار په آرزو کلي کې د یوې پوستې د سقوط او د هېواد د ۳۰ پوځيانو د لاردرکه کېدو په هکله اندېښنه څرګندوي؛ خو ملي دفاع وزارت سرپرست دا پېښه کومه لویه پېښه نه ګڼې او زیاتوي چې په دې پوسته کې یوازې ۱۷ پوځيان وو. دی د دوو اوونیو لپاره په کلابندۍ کې د دغو پوځيانو پاتې کېدل ردوي.
          
د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یاسین ضیا په دې هکله وویل:«پوسته پرځېدلې ده او پر هغه کار روان دی چې دلیل یې پيدا کړو. هلته ټول ځواکونه مېشت دي او کومه جدي ستونزه نه ده.»

له دې ټولو سره سره ملي دفاع وزارت له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د هېواد د پوځیانونو د پیاوړتیا ډاډ ورکوي.

حکومت هم د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټينګار کوي او له امنیتي ځواکونو د ملاتړ د هڅو په لړ کې ولسمشر غني د شنبې په ورځ د یو شمېر امنیتي سرتېرو له کورنیو سره ټېلفوني خبرې وکړې.

 له هېواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لومړۍ رسمي ورځ امنیتي چارواکي وایي چې طالبان نه یوازې سولې ته پلان نه لري بلکې د دوی معلومات ښيي چې دا ډله د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

شریک یي کړئ