Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر چاودنې ډېری قربانیان او ټپيان زده کوونکي او ولسي وګړي دي

په لوګر کې د تېر ماښام د خونړۍ چاودنې ډېری قربانیان زده کوونکي او ملکي وګړي دي.

په دغې پېښه کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. ډېری قربانیان زده کوونکي دي چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره د لوګر له ولسوالیو پل علم ښار ته راغلي وو.د دغې پېښې ډېری ټپيان د کابل اېمرجنسي روغتون ته رالېږدول شوي دي.

د لوګر د پيښې د ټپیانو کورنۍ، چې کابل ته راغلي له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي او اعتراض لري چې ولې بې ګناه ملکیان په نښه کېږي؟

د لوګر اوسېدونکی الله نور وویل:«یوار غږ یې وکړ او زه پوه نه شوم څه وشول. ټولې ښیښې او دروازې پر موږ راولوېږدې. دا نه په شریعت کې دي او نه په مسلمانۍ کې.»

د اېمر اجنسي روغتون ته د یو شمېر لېږدول شویو ټپیانو خپلوان وایي چې د یو شمېر دغو ټپیان روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

هغه کس چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي او له وېرې نه غواړي چې تصویر یې واخیستل شي، وایي سره له دې چې کور یې د پېښې له ځایه لېرې و، د کور د چت د راپرېوتو او د ښيښو د ماتېدو له امله یې د کورني غړي ټپیان شوي دي.

د لوګر خونړۍ پېښه د ټولنیزو شبکو د کارونکو له تند غبرګون سره هم مخ شوې ده. د ټولنیزو شبکو کارونکي او هېوادوال د بې ګناه خلکو وژل هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې نه بښوونکی جنایت ګڼي.
    
د کابل اوسېدونکی غلام حضرت څرګندوي:«نه شرعي جنبه لري او نه هم دیني. هېڅ دین دا نه تایید وي چې د روژې په مبارکه میاشت کې بم یوسئ او ځينې بې ګناه، بې وزله او بېچاره خلک ووژني.»
  
د کابل بل اوسېدونکی شاه زمان وايي:«د اشرف غني اته کلن حکومت کومه لاسته راوړنه نه لري یوازې له وژنې، چاودنې او ځانمرګي پرته. تېره ورځ موږ لوګر ولید او غزني مو هم ولید چې څومره مرګ ژوبله یې لرله.»

د لوګر د روغتون مسوولان وایي چې د روغتون کارکوونکو ته هم زیان رسېدلی دی او د یوه څلوېښت ورځني نوي زیږیدلي ماشوم په ګډون ښځې او ماشومان د دې پېښې په ټپیان کې شامل دي.
 
له چاودېدونکو توکو ډک موټر هغه مهال وچاودېد چې د پل علم ښار اوسېدونکي پر روژه ماتي بوخت وو.

شریک یي کړئ