Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په ۱۷مه امنیتي حوزه کې اورلګېدنه

دغه لویه اور لګېدنه په قلعه مراد بېک سېمه کې د تېلو یوه ټانکر له اور لګېدنې وروسته پیل شوه.

د کابل په دغې اورلګېدنې لسګونه کورونو او هټیو ته زیان اړولی.

د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې تېره شپه په یوې اور لګېدنه کې څو د تېلوټانکرونو، باروړونکي موټرونه او څو نور موترونه سوځېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه اورلګېدنه د قلعه مراد بېک سېمه د تېلو یوه ټانکر له اورلګېددنې وروسته پیل شوه.

هغه زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې لس تنه ټپیان شوي.

خو په کورنیو چارو وزارت کې یوه سرچېنه وایي، چې په دغې پېښه کې نهه تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور بیا ټپیان دي.

د طلوع‌نیوز خبریال خالد نېکزاد وایي، چې نن سهار د پېښې ځای کې څلور مړي موندل شوي. خو لاتراوسه چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د دغې اورلګېدنې لامل لا تراوسه روښانه نه‌دی.

په همدې حال کې د پېښې ځینې شاهدان وایي، په دغې پېښه کې څه د پاسه ۵۰ د تیلو ټانکرونه، باروړونکي او نورو موټرونو اور اخېستی او د اورلګېدنې پراختیا له امله په سېمه کې څو کورونو، هټیو او د تېلو یو ټانک ته زیان اړولی.

د خلکو په وینا؛ دا یوه لویه اورلګېدنه وه، چې رڼا یې له لېریو سیمو هم لېدل کېده.

د دغې اورلګېدنې سره د ځینو سیمو برېښنا هم پرې شوی.

د برېښنا شرکت وایي، د دغې بنسټ تخنیکي ټیم د پېښې ځای ته تللی او د کابل برېښنا د بیا نښلولو په هڅه کې دي.

له بلې خوا، د کابل ځینې اوسېدونکي او موټر چلوونکي چې په دغې اورګېدنه کې زیانمن شوي د اعتراض په توګه یې د کابل ـ شمال لاره تړلې ده او د حکومت له‌خوا د زیانونو د جبرانېدو غوښتونکي دي.

د کابل په ۱۷مه امنیتي حوزه کې اورلګېدنه

په کورنیو چارو وزارت کې یوه سرچېنه وایي، چې په دغې پېښه کې نهه تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ