د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، سیاسي رهبرانو باید د طالبانو سره مذاکره کې سره یو شي، کنه له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتو وروسته د تریخې جګړې ګواښونه به لا ډېر شي.
هغه د اسوشیتدپرس خبري اژانس سره یوې مرکه کې ویلي، که په کابل کې د اوسنیو واکمنو رهبرانو څخه یووالی لېری شي، د هېواد تاریخ او میلیونونه افغانان چې له بې کفایتۍ نه ناهیلي شوي دي، د دغو رهبرانو په تړاو به په سختۍ قضاوت وکړي.
هغه زیاته کړې: " زه دا نه وایم، چې دا د خلکو لپاره د نړۍ د ختمېدو په مانا ده. زه دا وایمه، چې دا به د ځینو ننګونو سره مخ شي. نو زما نظر دا دی، چې باید ټول تمرکز د سولې پر للاسته راوړنې وي؛ چې په دې کې بوازې موږ نه راځو په دې کې هغه بله خوا هم راځي.
عبدالله که څه هم د طالبانو سره پر مذاکراتو ټینګار کوي، خو وایي؛ چې په دې نه دی قانع شوی چې طالبان سوله غواړي.
په دغې خبرو کې عبدالله زیاتوي، چې د طالبانو ډلې ځینو غړو په تېرو ورځو کې ورسره اړېکه کې ول؛ خو هغه له طالبانو غوښتي، چې خپلې ټولې غوښتنې د مذاکرې پر مېز وړاندې کړي.
هغه په دې اړه طالبانو ته وایي: " هره غوښتنه چې لري، باید د مذاکرې پر مېز یې وړاندې کړي، موږ چمتو یو چې په دې تړاو بحث وکړو. چمتو یو، چې د ځینو لارو په لټه کې اوسو، چې د دواړه خواوو لپاره د منلو وي."
په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې طالبان د خپلو ژمنو خلاف جګړې ته دوام ورکوي.
د محب په وینا، طالب ډله نه یوازې سولې ته بلکې جګړې ته هم چمتوالی نیسي. هغه ټینګار کړی، چې د هېواد په جګړه کې القاعدې ډله فعال رول لري.
هغه زیاته کړې ده، چې طالبان خپل ټول جنګي او چاودېدونکي توکو د پاکستان له استخباراتو ترلاسه کوي: " طالبانو واک ته د رسېدو لپاره د جګړې لار غوره کړې او د سولې لار یې نهده غوره کړې او فکر کوي، چې د جګړې له لارې واک ته رسېږي او خپلبریدونه زیاتوي."
محب په افغانستان کې د القاعدې ډلې فعالیتونو ته پع اشرې سره ویلي:" القاعدې ځان لپاره افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړی. نورو ځایونو ته یې زور نه رسېږي، راغلي دي، چې د افغانستان د خلکو وضعیت داسې کړي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په داسې حال کې پیل شوي، چې په هېواد کې جګړه دوام لري.