د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر نن یکشنبې (د غوايي په ۱۲مه) وویل چې پخوانی جهادي قومندان امر پیرم قُل د دغه ولایت د رستاق ولسوالۍ په ګرداب کلي کې ووژل شو.
هغه زیاته کړه چې طالبانو تېره شپه د ګرداب پر کلي برید وکړ او نن سهار کله چې امنیتي ځواکونه د پیرم قُل د ملاتړ لپاره دغه کلي ته ولاړل، یوه نښته رامنځته شوه چې په پایله کې یې پیرم قُل ووژل شو او دوه تنه کسان یې هم ټپيان شول.
امر پيرم قُل له پخوانیو مشهور جهادي قومندانانو او همدارنګه په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قومندان و.