Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بن لادن لسم تلین؛'افغانستان کې د القاعده ولې وچې شوې نه دي'

نن (یکشنبې د غوايي ۱۲مه) د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې له لسم تلین سره برابره ده.

لس کاله مخکې په دغې ورځ، د القاعده شبکې مشر په پاکستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

امریکا او ناټو چې د القاعده د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلي وو، اوس خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کوي، خو افغان حکومت وايي چې تراوسه په افغانستان کې د القاعده شبکې ولې او ریښې وچې شوې نه دي او دغه شبکه له طالبانو سره په همغږۍ کې د افغانستان او نړۍ د راتلوونکي لپاره ګواښ رامنځته کړی دی. خو طالبان له القاعده شبکې سره هر ډول اړیکه ردوي.

د امریکا ولسمشر د بن لادن له وژل کېدو لس کاله وروسته تازه ویلي چې امریکایان په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلي دي. هغه د القاعدې خلاف جګړه کې د بري په اعلان سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلنې جګړې د ختمېدو امر هم صادر کړ.
               
د ملي امنیت عمومی رییس احمد ضیا سراج وویل:«اوس د طالب او القاعده ترمنځ یوازې ایډیولوژيک بحث نه دی، اوس له هغې ور هاخوا، دوی کورني بحثونه لري چې له یو بل سره یې خېښیانې کړې دي.»       

اوس پوښتنه دا ده چې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو لس کاله وروسته دغه ډله د افغانستان او نړۍ راتلونکې ته په کومه کچه ګواښ پېښولای شي؟
                         
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وايي:«القاعده په بن لادن پورې اړونده نه وه، القاعده اوس هم په افغانستان کې فعاله ده او هر څوک چې وايي القاعده مو له منځه وړې ده دروغ وايي.»

افغان حکومت له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو دوام د سولې د بهیر په وړاندې یوه مهمه ننګونه بولي.

د ملي امنیت د مشاوریت ویاند رحمت الله اندړ څرګندوي:«که څه هم طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې ده چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو لاهم د القاعده د طالبانو په منځ کې جنګېږي.»

بل خوا د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له اسوشېټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې خبرداری ورکوي چې سیاسي مشران باید د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د سختو جګړو د خطر د مقابلې لپاره له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې یو موټي شي:«یوه سوله ییزه هوکړه هغه څه ده چې ټول پر هغه باور لري.بل دا که چېرې خدای مه کړه سوله ونه شي، نو په هغه صورت کې قطعاً هېچا د هېواد وروستی تاریخ نه دی هېر کړی. دې ته په کتو له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د جدي پایلو کابو کولو لپاره باید هر کار وشي. په دې کې تر ټولو مهمه خبره له سولې نه د ملاتړ لپاره واحد موقف دی. که دا فرصت له لاسه ووځي، نو تاوان به یې ټولو ته ورسېږي.»
                     
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله له اندېښنو سره جوخت، د سي ان ان ټلوېزیون د القاعده شبکې د یوه مسوول له خولې رپوټ ورکړی دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې د طالبانو په مرسته خپل فعالیت پېلوي.

ځانګړو امریکایي ځواکونو لس کاله مخکې د شپې په عملیاتو کې داسې مهال چې خلک ډوب ویده وو، د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه. 

شریک یي کړئ