Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچیني: طالبانو تېرو ۲۴ساعتونو کې۱۴۱د امنیت ضد کړنې لرلې دي

امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۲۰ ولایتونو کې څه باندې ۱۴۱ د امنیت ضد کړنې او خوځښتونه لرلي دي.

ډېری دغه خوځښتونه په ارزګان، زابل، بغلان، کندهار، ننګرهار، بدخشان او تخار کې ثبت شوې دي.

بلخو طلوع نیوز ته رسېدلي رپوټونه د دې ښودنه کوي چې یوازې په تېره یوه شپه او ورځ کې د طالبانو بریدونو کې د تخار د رستاق ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان پیرم قُل په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي.

بلخوا هغه شمېرې چې طلوع نیوز راغونډې کړې دي د دې ښودنه کوي چې په تېره یوه میاشت کې ۴۳۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.
 
د تخار پر رستاق ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د دغه ولایت د ولسي پاڅونوالو قومندان پيرم قل وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

باوري سرچینې د پلخمري ښار په څنډه کې د باغ شمال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید خبر ورکوي او وایي چې په دغه برید کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو درې سرتېري وژل شوي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د اتو ولسي پاڅونوالو د وژل کېدو،په زابل کې د درېیو پولیسو د وژل کېدو، په کندهار کې د دوو تنو د ترور، په ګردیز کې د یوه تن د ترور او په فراه کې د یوه تن د ترور رپوټونه ورکړل شوي دي.
  
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کامه وال وايي:«هره ورځ د ننه په ښار او نورو برخو کې، هدفي وژنې او چاودنې کېږي. له دواړو لوریو زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره اوربند وکړي.»

د مې میاشتې له پېل سره د هېواد په ځينو برخو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
   
د کندهار امنیه قومندان جمال بارکزی څرګندوي:«وسله وال بریدګر د کندهار پر ځينو ولسوالیو کله پنجوايي، میوند، ارغستان، دنډ، شاه ولي کوټ ... ډله ییز بریدونه کړي دي.»

افغان ځواکونه وایي چې ټول دغه بریدونه یې په شا تمبولي او طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د طلوع نیوز د راټولو کړو شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو پېښو کې ۴۳۸ پوځيان او ملکیان وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. دغه کسان په ۱۹۰ بمي چاودنو او بریدونو، ډزو او یرغلیزو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
 
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال  سکاټ مېلر وايي:«تاوتریخوالي ته ستنېدل به بې معنا او له غمه ډکه چاره وي، خو مه تېروځي، موږ د ایتلاف پر وړاندې د هر ډول بریدونو لپاره پر نظامي تجهیزاتو سمبال یوو او داسې وسایل هم لرو چې، ورسره به له افغان ځواکونو ساتنه وکړو؛ نو په دې خوا د تاسو خوځښت یوه تېروتنه ده.»
 
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان زیاته کړه:«افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ښو شرایطو کې دي. د جګړې په ډګرونو کې طالبان له ماتې سره مخ دي او له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري.»

خو امنیتي سرچینې په تېرو څلرویشتو ساعونو کې په هېواد کې د امنیتي پېښو د وژل شویو او ټپي شویو شمېر شاوخوا سل تنه بولي او وایي چې د مرګ ژوبلې یوه لویه برخه نه رسنیز کېږي.

هغه شمېرې چې طلوع نیوز راغونډې کړې دي د دې ښودنه کوي چې په تېره یوه میاشت کې ۴۳۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ