Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن: په افغانستان کې به هر ډول ګواښ له‌منځه یوسو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په لسم تلین کې ویلي: " هماغسې چې موږ د امریکا اوږده جګړه پای‌ته رسوو او خپل وروستي سرتېري هم له افغانستانه باسو، القاعده ډله په پراخه توګه مخ په ځوړ ده."

هغه زیاته کړې: " امریکا د ترهګرو ډلو پر وړاندې چې ټولې نړۍ کې یې رېښې کړې دي، د یوې څارونکې په توګه به پاتې شي. موږ د ځان پر وړاندې له افغاستانه د هر ډول ګواښ څارنې ته دوام ورکوو او له منځه یې وړو."

د امریکا ولسمشر وایي، چې لس کاله وړاندې د دغه هېواد پخواني ولسمشر باراک اوباما او د ملي امنیت ډلې سره یو ځای په پاکستان کې د بن لادن وژل کېدو سره د عدالت بریالي کېدو شاهد و.

هغه د خپلو خبرو په دوام وایي: " دا هغه شېبه ده، چې هېڅکله به یې هېره نه کړم - زموږ استخباراتي متخصصان چې په ډېر زیار سره یې تعقیبول، او په دې برخه کې د ولسمشر اوباما قاطعیت، شهامت او د عملیاتي ټیمونو مهارتونه ."

هغه په دغه پیغام کې وایي: " د سپټمبر د ۱۱ له پېښې ، چې زموږ پر خلکو برید و او موږ د القاعدې د مشرانو د تعقیب لپاره د افغانستان تر جګړې راورسېدو، شاوخوا لس کاله تېرېږي. موږ بن لادن د دوزخ تر دروازو تعقیب کړ او هغه مو ونیوو. موږ خپلې ژمنې ته له هغو سره چې د سپټمبر ۱۱ پېښه کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي وو، وفا وکړه."

په افغانستان کې لاهم د القاعدې رېښې نه‌دي وچې شوې.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمې نېټه د پاکستان د خېبر پښتونخوا په ایبت اباد سیمه کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

امریکا او ناټو، چې د القاعدې ډلې د له‌منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلي وو، اوس له افغانستانه خپل ځواکونه باسي، خو د افغانستان حکومت وایي، چې لاهم په افغانستان کې د القاعدې ډلې رېښې نه دي وچې شوې او دغې شبکې د طالبانو ډلې سره یوځای د افغانستان او نړۍ راتلونکي لپاره یو ګواښ جوړ کړی. خو طالبان بیا د القاعدې شبکې سره خپله هر ډول اړیکه رد کړې.

د امریکا ولسمشر وایي، چې هېواد یې د افغانستان په جګړه کې خپلو موخو ته رسېدلی.

د افغانستان حکومت د القاعده شبکې سره د طالبانو اړیکې، د سولې بهیر پر وړاندې یو له لویو ننګونو ګڼي.

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج وايي: " اوس مهال د طالبانو او القاعدې ترمنځ یوازې ایډیولوژیک بحث نه‌دی، اوس دوی په خپلو کې خپلوي لري."

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویاند رحمت الله اندړ وایي: " که څه هم طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې، چې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړېکې پرې کوي؛ خو لاهم القاعده د طالبانو په منځ کې جنګېږي."

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو اندېښنو سره هم مهاله " سي‌اېن‌اېن" ټلوېزیون د القاعده شبکې د یو مسوول له خولې راپور ورکړی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو سره به سم د القاعده شبکه د طالبانو په مرسته افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر وایي، موږ د ځان پر وړاندې له افغاستانه د هر ډول ګواښ څارنې ته دوام ورکوو او له منځه یې وړو.

شریک یي کړئ