Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بغلان کې د ۹ تنه امنیتي سرتېرو وژل کېدل

په بغلان کې امنیتي او سیمه‌ییزې سرچینې دا مني، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر یوې امنیتي اډې برید کړی او په پایله کې نهه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، دغه پېښه د مرکزي بغلان په جر خشک سیمه کې هغه مهال شوې، چې طالبانو پر یوې امنیتي اډې برید وکړ.

سرچینې زیاتوي، چې ۱۶ تنه نور امنیتي سرتېري طالبانو نیولي دي.

د سرچينو په وینا، دغه نښته تېره شپه پیل شوه او تر نن سهاره یې دوام وکړ او طالبانو په دغې اډې کې د امنیتو سرتېرو څو زغرواله ټانکونه هم سوځولي دي.

دغه سرچینې ټینګار کوي، چې طالبانو د امنیتي سرتېرو ځینې وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

لاتراوسه د بغلان ولایت سیمه‌ییز او پوځي چارواکو او طالبانو په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

سرچینې وایي، دغه پېښه د مرکزي بغلان په جر خشک سیمه کې هغه مهال شوې، چې طالبانو پر یوې امنیتي اډې برید وکړ.

شریک یي کړئ