Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د سېلابونو له کبله ۲۲ تنه مړه شوي دي

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ او نورو سیمو کې د سېلابونو له کبله ۲۲ تنه مړه شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، دغه سېلابونه د ادرسکن ولسوالۍ په روخې سیمه کې د سختو ورښتونو له امله راغلي.

هغه زیاته کړې، د پېښې قربانیان د ۴ماشومانو په ګډون یوه ښځه او پنځه نارینه دي او د څلورو نورو قربانیانو هویت لا روښانه نه‌دی.

د هغه په وینا، په دغو سېلابونو کې په سلګونه څاروي او په سلګونه جریبه کرنېزه ځمکه هم له منځه تللې.

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، د هرات د ادرسکن ولسوالۍ ترڅنګ په اوبه او کرخ ولسوالیو کې هم سېلابونه راغلي، خو لاتراوسه د دغو سېلابونو د زیانونو او تلفاتو په اړه کره مالومات په لاس کې نه‌شته.

په تېرو دوو ورځو کې د هرات ډېرې برخې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدې وې.

شریک یي کړئ