Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت کې د سرپرستۍ پر دوام نیوکې

په دې ورځو کې چې جګړه په بې ساري توګه پراخه شوې ده او دولتي ځواکونه د طالبانو له بریدونو سره مخ دي، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست له لوري اداره کېږي.

د کورنيو چارو وزارت د سرپرستۍ دوام او په دغه وزارت کې د اصلاعاتو نشتون د ځينو وکیلانو او سیاسي جریانونو له غبرګون سره مخ شوی.

د ولسي جرګې غړي وايي، ولسمشر د کورنیو چارو وزیر د اصلاحاتو په پلمه لرې کړ خو تر اوسه دغه وزارت کې د اصلاحاتو هېڅ څرک نه کېږي.

ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی ستار حسیني وايي:«د خویش خورۍ، سیاسي او ګوندونو مسایل پرېږدئ، هرڅوک چې وړتیا او ظرفیت یې لري وګومارئ له هغې پرته زموږ هېواد له کړکېچ سره مخ دی او د کورنیو چارو وزیر مسلکي نه دي د وزارت د مدیریت وړتیا نه لري.»

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عرفان الله عرفان هم وویل:«د سیاسي ملاحظو پر بنسټ ټاکل کېږي او له بده مرغه مسلکي نه دي.» 

بل خوا د سیاسي ګوندونو او د ولسي جرګې ځينې غړي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د سیاسي او سلیقه یي چلند قرباني شوی دی او دا وړ چلند په جګړه کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو زمینه برابروي او نورې ناوړه پایلې هم له ځان سره لري.

د افغانستان اسلامي جمعیت مشرتابه غړی عزیزالله آرینفر په دې هکله څرګنده کړه:«په ننني جنګي وضعیت کې د هغه چا ګومارنه او د سرپرست ګومارل چې په پوځي برخه کې تجربه نه لري بیا په هغه هېواد کې چې سر تر پایه جګړه ده په پوځي برخه کې کفر دی.»

ولسمشر غني نږدې دوه میاشتې وړاندې مسعود اندرابي له ولسي جرګې نه د رایې له اخیستو یوازې څو میاشتې وروسته له دندې لېرې کړ او د هغه پر ځای یې حیات الله حیات د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري په دې هکله زیاتوي:«د ښه والي لپاره ادلون بدلون یو اصل دی د افغانستان اسلامي جمهوریت د اصلاحاتو اصل ته ژمن دی.»

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي موافقې له مخې د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي عبدالله ونډه ده. که څه هم هغه د مسعود اندرابي لېرې کېدل عجولانه او د سیاسي موافقې پر خلاف بللي وو خو تر اوسه د نوي نوماند وزیر د ګومارلو پر سر له ارګ سره د هغه د خبرو په هکله تازه معلومات نشته.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري وايي چې د ښه والي لپاره ادلون بدلون یو اصل دی او د افغانستان اسلامي جمهوریت د اصلاحاتو اصل ته ژمن دی.

شریک یي کړئ