Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په اوو ولایتونو کې نښتې؛ ۲۰ سرتېري او ۱۸۰ طالبان وژل شوي

د هېواد په اوو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو په نښتو کې شل امنیتي سرتيري او له ۱۸۰ ډېر طالبان وژل شوي دي.

د بغلان سربېره، هلمند، زابل، غزني او بلخ ولایتونو کې هم په تېرو څلورویشت ساعتونو کې سختې نښتې شوي دي.

له بغلانه رارسېدلی خبر وایي چې د مرکزي بغلان په جرخشک سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د دوشنبې شپې په برید کې ۹ سرتېري وژل شوي او شپاړس نور یرغمل  نیول شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي چې په دې جګړه کې د امنیتي ځواکونو ۱۰ موټرونه سوځېدلي دي او څو هاموې ټانګونه طالبانو  وړي دي.
            
 محمد ظریف ظریف د بغلان اوسېدونکی هم زیاتوي:«دا چې وکړای شي د مخالفینو په وړاندې یرغلي بریدونه ولري د ولایتي چارواکو ترمنځ همغږي شتون نه لري.»  

بل خوا د پلخمري ښار په څنډه کې پر یوه کور د یوه توغندي د راپرېوتو په نتیجه کې یو ولسي وګړي وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
 
د پلخمري اوسېدونکې مرغلۍ وايي:«مشرې نجلۍ چیغې کړې چې ومې لیدل دوه نورې خوندې یې هم ولوېدې او چیعې یې کړې پټيانې شوې.» 

په هلمند کې هم په دې ورځو کې سختې جګړې روانې دي او خلک په دغه ولایت کې بد امنیتي وضعیت ته اندېښمن دي.
                  
د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال نظرعلي واحدي وویل:«هېڅکله به لښکرګاه سقوط ونه کړي، تاسې په دې ډاډه واوسئ، دا غلچي بریدونه دي.»

پر هلمند سربېره په زابل کې هم د نا امنیو زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي.
                   
د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان په دې هکله وايي:«طالب ته د طالب په سترګه وګورئ او څوک چې دغه نظام ته قرباني ورکوئ هغه ته په هغه سترګه وګورئ. دلته ډېر سپین ږیري ناست دي چې اوس غږ نه کوي درې څلور اولادونه یې له لاسه ورکړي دي او نور هم چمتو دي.»

د هلمند او زابل ترڅنګ ، په غزني، فاریاب، بغلان، ارزګان، لوګر، فراه، بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو کې هم جګړې زیاتې شوې او ان دغو ولاتیونو تر مرکزونو رسېدلي دي.
                   
د ولسي جرګې غړی سیدظاهر مسرور څرګندوي:«جګړه د ښار څنډو ته رسېدلې ده چې د شمالي ولایتونو ډېری ولسوالۍ دې طالبانو په واک کې دي.»
                           
د ولسي جرګې بل غړی احمد ایشچي هم وايي:«له بده مرغه موږ د ولایتونو د ساتنې په برخه کې ډېر جدي چمتووالی نه لرو»

خو ملي دفاع وزارت وايي چې په دې موده کې تر ۱۸۰ زیات طالبان هم وژل شوي دي او نږدې ۹۰ نور ټپیان شوي دي.
                           
د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل:«په درې وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی د بل هر وخت پر تله زیاتوالی موندلی دی. په مقابل کې امنیتي او دفاعي ځواکونه هم توانېدلي دي چې په دغې موده کې طالبانو ته ماتې ورکړي او ډېره مرګ ژوبله ورته واړوي.»

طالبان دې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتل نه مني.

د دولتي ځواکونو قومندانان خبردارۍ ورکوي تر هغې چې طالبان له جګړې لاس وانه خلي، پر وړاندې به یې جګړه روانه وي.
 
امنيتي سرچينې وايي چې په بغلان کې د طالبانو په یو برید کې نهه سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور د طالبانو په لاس اسير شوي دي.

شریک یي کړئ