د امریکا د استخباراتي سازمان (سيآیای) پخوانی رییس او د افغانستان او عراق لپاره د امریکایي ځواکونو پخوانی قوماندان ډیویډ يټریوس د فرانس۲۴ شبکې سره په خپلې یوې مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه به په دغه هېواد کې جګړه ختمه نهکړي.
پټریوس وایي: " زما وېره له دې ده، که دوه درې کاله وروسته تېر ته وګورو او له افغانستانه د ۳۵۰۰ امریکایي ځواکونو د وتو په پرېکړه پښېمانه شو."
هغه زیاتوي: " دغه پرېکړه به د افغانستان جګړه ختمه نهکړي، یوازې به په دغې جګړې کې د امریکا او ناټو د دخېلېدل ختم کړي."
هغه په خپلې دغې مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته د طالبانو بیا واک ته د رسېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د سرتېرو د وتو وروسته په سیمه کې د داعش ډلې د بیا راستنېدو احتمال هم شته.
هغه ټینګار کړی: " زه فکر کوم، د افغانستان - پاکستان په ګډو سیمو کې د داعش ډلې د سرپناه د جوړېدو ګواښ شته، د دواړه هېوادونو پېچلو ځمکو او غرونو په لمنو کې. هغه ځایونه چې ډېرۍ دغه ډلې پکې کمپونه لري."
پټریوس وایي، د افغانستان یوه رېښتنې ننګونه چې تل په دغه هېواد کې شتون لري دا ده، چې د ترهګرو ډلو پر رهبرانو فشار راوړنه ګرانه او حتا ناممکنه ده او لامل یې هم دا دی، چې د دغو ډلو رهبران د دغه هېواد دننه نهدي.
د امریکا د دغه پخواني ستر چارواکي څرګندونې په داسې حال کې په ډاګه کېږي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونه د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې وځي.