د یوې سرچینې په وینا، تېره شپه له ۱۰بجو وروسته د بغلان په بورکې ولسوالۍ کې له نښتو وروسته، طالبانو د دې ولسوالۍ ځینې برخې نیولې دي.
په همدې حال کې د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت د پېښې پخلی کوي او وایي، چې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی او په دغه ولسوالۍ کې د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
خو طالبان بیا ادعا کوي، چې دغه ولسوالي یې نیولې.
په دغې نښته کې لاتراوسه د امنیتي ځواکونو او طالبانو له تلفاتو راپور نهدی ورکړل شوی.
طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د بغلان مرکزي پر ولسوالۍ هم بریدونه کړي دي.