د کندوز د ولایتي شورا غړي رباني رباني طلوع نیوز ته وايي چې په کندوز ښار کې یوې چاودنې څلور تنه ولسي وګړي ټپيان کړل.
هغه زیاتوي چې دغه چاودنه نن سهار ۱۰:۲۰ دقیقې د کندوز ښار د مخابراتو په څلور لاره کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ولسي وګړو پر یوه کرولا موټر مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.
په دغې پېښه کې ځینو خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.
بلخوا تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.