د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې نن سهار د یوه کور د چت له لوېدو سره د یوې کورنۍ اوه تنه غړي وژل شوي دي.
د نجراب ولسوال عبدالقدوس مجددي د دغه خبر پخلی کوي چې دغه پېښه هغه مهال د «دره غوث» سیمه کې رامنځته شوه چې دغې کورنۍ د باران د شدید اورښت له امله یوې کوټې ته پناه وړې وه.
د ښاغلي مجددی په وینا، ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو چې پلار، مور او پنځه اولادونه وو.