Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دهنه غوري ولسوالۍ کلابندي د کومانډو ځواکونو له خوا ماته شوه

ګومانډو ځواکونه د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د کلابندۍ د ماتېدو خبر ورکوي.

د هېواد په شمال کې د کومانډو ځواکونو د لوا قومندان صفي الله امیري وايي چې د جمعې پر شپه د امنیتي ځواکونو په یوه ګډ عملیات کې د دغې برخې کلابندي ماته او دغې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

ښاغلی امیري وايي چې په دغو عملیاتو کې درې پوستې د طالبانو لاسته لوېدلې وې بېرته ونیولې او د امنیتي ځواکونو لس تنه ځواکونه د طالبانو له محاصرې واېستل او ولسوالۍ ته یې ولېږدول.

نوموړی زیاتوي چې هغه د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مرستیال سره دغې ولسوالۍ ته تللی او په دغې ولسوالۍ کې یې ډېر ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او د دغې ولسوالۍ سړک یې هم له د ښار له مرکز سره نښلولی دی.

د ملي پوځ دغه چارواکی وايي چې په دغو نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو د هغه کره شمېر معلوم نه دی.

له دې سره هم مهاله طالبانو تېره شپه د نهرین لسوالۍ پر مرکز برید وکړ؛ خو امنیتي ځواکونه د دغه برید په شاتمبولو خبر ورکوي.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.  

د هېواد په شمال کې د کومانډو ځواکونو د لوا قومندان وايي چې د دهنه غوري ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

شریک یي کړئ