وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د خبریالانو غونډه؛ د نعمت روان د ترور عاملان دې ونیول شي

د بلخ په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو استازي راټول شوي دي او د طلوع نیوز د پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د مطبوعاتو د آمر ترورغندي او ټينګار یې دا دی چې د هغه قاتلان باید وپېژندل شي.

دوی له حکومت او ملګرو ملتونو غواړي، چې د خبریالانو خوندیتوب ته کار وکړي او پرې نه ږدې چې خبریالانو او د بیان ازادۍ ته زیان ورسېږي.

هغوی وايي په ورستیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او که وضیعت په همدې توګه دوام پیدا کړي اطلاع رسونه به هېواد کې له ستونزو سره مخ شي.

په بلخ کې د خبریالانو د خوندېتوب د کمېټې مسوول بشیر انصاري وویل:«د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د طلوع نیوز د پخواني خبریال او د مالیې وزارت د رسنیو امر نعمت الله روان ترور په کلکه غندي. »

دغه معترضان وایي چې په وروستیو میاشتو کې د رسنیو پر کارکوونکو او خبریالانو بریدونه زیات شوي دي او حکومت باید د خبریالانو د امنیت د ساتلو په برخه کې اغېزناک پلانونه پلي کړي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع‌الرحمان کریمي وايي:«د رسنیو په ملاتړ کې تل معلوماتو ته د لاسرسي قانون او د بیان ازادۍ قانون، هغه قوانین دي چې واقعاً هم جامع دي او همدارنګه د اړوندو برخو ملاتړي دي.»

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید هم څرګندوي:«»

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې شمېرې ښيي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د ۳۰۰ مېرمنو په ګډون زرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د امنیتي ګواښونو له امله خپل کارونه پرېښي دي.

خبریال مرتضی صمیمي په دې هکله وویل:«دا د حکومت دنده ده چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او د ترور پېښې په جدي توګه وڅېړي.»

خبریاله شکیبا سعیدي هم زیاتوي:«هره ورځ موږ د دې شاهد یوو چې ترهګرې ډلې، ښکېلې ډلې زموږ ګران خبریالان په نښه کوي او د دوی غږ چوپ وي.»

کاترینا عمري چې په غږیزو او تصویري رسنو کې د کار پنځه کلنه تجربه لري. دا وایي چې د طالبانو د ویاند وروستیو څرګندونو او ځينو جګپوړو امنیتي چارواکو ته منسوبو خبرو خبریالان اندېښمن کړي دي:«که چېرې دا وضعیت دوام پيدا کړي، هېڅ خبریال به حاضر نه وي راشي او په مسلکي بڼه کار وکړي.»
   
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج بیا داسې وايي:«یو ډېر محدود شمېر کسان دي، په داسې برخو کې کار کوي چې په دولت پورې اړوند دي خو؛ په دې هڅه کې دي چې یو ډول له طالبانو سره اړیکه جوړه کړي. هغو کسانو ته زما پیغام دا دی چې ان شاالله ډېر ژر تاسې یې بیا بېلګې هم وینئ چې اقدام کوو.»

په افغانستان کې په وروستیو پنځو میاشتو کې ډېرې هدفې وژنې شوې دي. په دې موده کې یو شمېر خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، رسنیز کارکوونکي، دیني عالمان او امنیتي سرتېري ترور شوي دي.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو او د بلخ خبریالانو په یوه اعتراضیه غونډه کې له حکومت غوښتي، چې د نعمت روان د ترور عاملان پیدا او د قاونون منګولو ته دې وسپاري.

شریک یي کړئ