Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سید الشهدا پر ښوونځي د برید د وژل شویو شمېر ۶۳ تنو ته لوړ شو

د کابل ښار د دیارلسمې حوزې په اړوند قلعه نو سیمه کې د سیدالشهدا د نجونو ښوونځي د چاودنو د وژل شویو شمېر ۶۳ تنو ته لوړ شو.

د دغې پېښې د قربانیانو د خپلوانو په وینا، په دغو چاودنو کې کابو ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه تېره ورځ (د غوايي په ۱۸مه) له غرمې وروسته څلور بجې هغه مهال د دغه ښوونځي په وړاندې رامنځته شوه چې زده کوونکي رخصت شوي وو او د تګ په حال کې وو.
 
د سیمې د اوسېدونکو په وینا د سیدالشهد ښوونځي زده کوونکې له ښوونځي نه د را وتلو په حال کې وې چې موټر بم برید وشو، او لږ وروسته د پېښې ځای ته نږدې اېښودل شوي ماینونه هم پر زده کوونکو وچاودېدل.

د دشت برچي د قلعه نو اوسېدونکی عبدالطیف وايي:«ټول بې ګناه ماشومان وو؛ لس تر دولسو کلنو وو. د دغو وحشیانو بندیان باید حکومت ازاد نه کړي؛ هغوی راځي او ځانونه چاودوي.»

د دشت برچي اوسېدونکی هادي هم زیاتوي:«دا ښوونځی شل زره زده کوونکي لري او خلک هم غریب دي. ښځې او نجونې په نښه کېږي، د دوی ګناه څه ده؟ حکومت دې خلک پوه کړي او ووایي چې د امنیت د ټينګښت وس نه لري چې په خپله خلک لاس په کار شي. ښاغلی اشرف غني که چېرې کوم کار نه شې کولای، کار پرېږده او خلک دې ته مه اړ باسه چې اقدام وکړي!»

د سیدالشهدا ښوونځي شاو خوا اوه زره هلکان او نجونې زده کوونکي لري. خو له ماسپښین وروسته دلته تر اتلس کلنې کم عمره نجونې درس وایي.

د قربانیانو خپلوانو د دغه برید له امله سخت ټکان خوړلی دی.
               
د دشت برچي د قلعه نو اوسېدونکې مرضیه څرګندوي:«زموږ لپاره ډېره سخته ده چې خپل ماشومان دلته د زده کړو لپاره واستوو، چې د هغوی پر وینو ککړې جامې موږ ته ورسېږي او د هغوی د شهادت خبر واورو. دا د یوې مور لپاره ډېره ټکان ورکوونکې ده.»

د یکشنبې ورځې تر غرمې پورې د قربانیانو خپلوان د هغوی د یادګاري نښو د پيداکولو لپاره د پېښې ځای ته راتلل. صدیقه جعفري چې نابینا ده، د قربانیانو پر کتابونو او کتابچو اوښکې تویوي او وایي چې نور یې د صبر کاسه ډکه شوې ده.

د موعود او کوثر دانش پر ښوونیزو مرکزونو له بریدونو وروسته دا په وروستیو کلونو کې درېیم برید دی چې د کابل په لوېدیځ کې پر ښوونیز مرکز کېږي او په ډله ییزه توګه زده کوونکي په کې وژل کېږي.
 
شریک یي کړئ