Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرې ورځې برید ژغورل شوې زده کوونکې: له زده کړو لاس نه اخلو

هغه زده کوونکې چې تېره ورځ د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهدا پر ښوونځي د ترهګرو له بریده ژغورل شوې دي وايي چې دا ډول بریدونه د زده کړې لپاره د هغوی هوډ او اراده له منځه نه شي وړای او هغوی خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

هغوی وايي د دې لپاره چې په دغه برید کې یې خپلې ډېری ټولګېوالې له لاسه ورکړې دي، غمجنې دي خو اجازه به ورنه کړي چې ترهګر خپلو موخو ته ورسېږي او نجونې له زده کړو بې برخې کړي.

یوه له ژغورل شویو زده کوونکو مدینه نیکزاد وايي:«له هر ځایه چې ولوېدو بېرته را پورته کېږو او بیا ځلې وایوو. هېڅ کړنه به یې زموږ د زده کړو د دوام مخنه ونه نیسي.»

بله ژغورل شوې زده کوونکې فروزان هم زیاتوي:«د تېرې ورځې له پېښې ډېره جګرغونه شوم او غواړم چې د زده کړو په اوږدو کې خپلې لار ته دوام ورکړم. هېڅکله تسلیمېدونکې نه یوو او نه تسلیمېږو.»

تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا ښوونځي د دروازې په مخکې درې پرله پسې چاودنې وشوې. چې په پایله کې یې ۶۳ زده کوونکې ووژل شوې او ۱۵۰ تنه نورې ټپيانې شوې.

مبینا چې په دشت برچي کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکې ده، له خپلې مور سره چې ښوونکې ده، د قربانیانو له کورنۍ سره د غم شریکۍ لپاره د پېښې ځای ته راغلې ده. مبینا په یوه شعر کې د خپلو وژل شویو همزولو ویر داسې بیانوي:«له کلکې ادارې او هوډ سره ډګر ته وردانګو. زموږ وسله به زموږ قلم وي. موږ د قلم له وسلې سره د هغوی جګړې ته ور درومو. ښه پوه شوو چې له موږ څخه څومره وېرېږئ چې له شا موږ په خنجر وهئ.»
 
د دغو قربانیانو کورنۍ پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو برید هېڅ ډول د توجیه وړ نه ګڼي.
 
غلام رسول چې لور یې په دغه برید کې وژل شوې ده وايي:«په ۱۳ او ۱۴ کلنۍ کې ماشوم روژه نیسي، ښوونځي ته راځي او شهید وي یې، په کوم قانون کې په کوم دین کې دا وحشیانه عمل راغلی دی؟»
 
په وروستیو کلونو کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره ښوونیز او تحصیلي مرکزونه هم د ترهګرو ډلو له ګواښونو خوندې نه دي پاتې شوي.

شریک یي کړئ