د سید الشهدا پر ښوونځي برید هغه هم د روژې د مبارکې میاشتې پر اوه ویشتمې شپې د هېوادوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
هېوادوال پر زده کوونکو برید یو وحشیانه او غیر انساني کړنه ګڼي او وايي چې هېڅکله به د دغه جنایت عاملان ونه بښي.
د کابل اوسېدونکی محمد علي وايي:«کفر چې وي کفر هم دا کار نه کوي، که څه هغه طالب وي او یا نور کسان وي.»
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې افغانان د شنبې ورځې پېښه بشري ناورین ګڼي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی طاهرالله زهیر هم زیاتوي:«په دغې پېښه کې ټول ماشومان او ښځې وژل شوې دي او دا یو ستر وحشت دی.»
په دې لړ کې دیني عالمان د یوه مسلمان وژل د یوې ټولنې وژل ګڼي او ټینګار یې دا دی چې په هېڅ آسماني دین کې د بې ګناه خلکو په تېره بیا د ماشومانو وژل جواز نه لري.
د بدخشان د علماوو شورا غړی ذبیح الله عتیق وايي:«الله پاک په قران کې فرمايي که چېرې یو څوک یو مومن په قصداً وژني د هغه سزا جهنم دی او د تل لپاره په هغه ځای کې وي.»
دلته هم د ولسي جرګې یو شمېرغړي د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته د پرون ورځې برید بشري جنایت ګڼي او حکومت د دغه راز پېښو په کابو کولو کې په ناکامۍ تورن وي.
د ولسي جرګې غړي قیوم سجادي وویل:«حکومت باید د هېوادوالو د دفاع لپاره مسوولانه اقدام وکړي او نور زموږ په وینو لېت پېت خلک نه شي کولای چې د هغوی د بچیانو د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي بنسټونو د ناکامۍ او بې کفایتۍ لیدونکي واوسي.»
د هېواد سیاستوال هم د شنبې ورځې برید د بریدګرو د جهالت نښه ګڼي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار په دې هکله څرګندوي:«قاتلانو کابل په وینو رنګ کړ، زموږ او تاسو واړه معصوم بچیان یې را شهیدان کړل.»
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار هم وايي:«واضیح خبره ده چې وحشیان تل وحشت کوي. »
د مشرانو جرګې بله غړې فوزیه سادات څمکنۍ هم زیاتوي:«له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه لرم چې لطفاً نور د افغانانو په حالت زړه وسوځوئ او لاس په کار شئ.»
د شنبې ورځې پېښه له هېواد نه بهر هم له غندلو سره مخ شوې ده.