Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دشت برچي برید ۶۳ قربانیانې په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شوې

د کابل په لوېدیځ کې د تېرې ورځې د مرګونې پېښې څه باندې ۶۰ قربانیانې د کابل په لوېدیځو غونډیو کې په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شوې
 
دغه ویرجنې کورنۍ وايي چې چې ډېری دغه قربانیانې تنکۍ پېغلې زده کوونکې نجونې دي چې له سترو ستونزو او کړاونو سره یې درس لوست.

دوی د هغې نجلۍ تابوت ته اوږه ورکړې چې تر اوسه یې د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي. د ټولو هیلې په وینو ککړې کتابچې پورې تړلې دي چې ګوندې په کتو یې کورنۍ پيدا شي.

د قربانیانو له خپلوانو محمد داوود وویل:«شپږویشت تنه یې د معارف په غونډۍ - چې نوی نوم پرې اېښودل شوی، شل شهیدان یې د روښنایۍ په غونډۍ او اولس شهیدان یې هم د چهل دختران په غونډۍ چې د پېښې ځای ته نږدې دی، خښ کړل.»

دیارلس کلنه عاطفه چې غوښتل یې انجنیره شي او د خپلې کورنۍ ژوند بدل کړي، خاورو ته وسپارل شوه.

د عاطفې پلار محمد ناصر وايي:«د شپې تر ۱۱ بجو وګرځېدم، خو خپله لور مې پيدا نه کړه، خو له ۱۱ وروسته لور مې په محمد علي جناح روغتون کې پیدا کړه.»

ګلثوم هم خپل ابدي کور (قبر) ته وسپارل شوه. کورنۍ یې هیله منه وه چې ښوونکې به شي.

د ګلثوم پلار احسان الله وویل:«ما یې د کتابونو له بکسې وپېژندله او د ګلثوم کتابونه یې په منځ کې وو.»

د ګلثوم ورور هم زیاتوي:«مور مې ګلثوم ته وویل چې ښوونځي ته مه ځه لږ کار یې دی باید ترسره یې کړي، خو مور ته مې په ځواب کې وویل: نن ځم او سبا نه ځم. خو ولاړه بېرته راستنه نه شوه.»

ټولې هغه نجونې چې دلته خاورو ته وسپارل شوې، له دیارلس کلنو تر اتلس کلنو وې او پلرونه یې کارګران وو.

دا څو وم ځل دی چې د پېښو قربانیان د کابل په لوېدیځو غونډیو کې خاورو ته سپارل کېږي. په دې ځای کې ډېری قبرونه د هغو کسانو دي چې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ