Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د مرګونې برید په هلکه د ولسي جرګې د غړو ترمنځ لفظي شخړې

د ولسي جرګې نننۍ غونډه، د کابل سیدالشهدا پر ښوونځي د برید څرنګوالي پر سر، د وکیلانو ترمنځ لانجو له کبله، تر لفظي شخړې وروسته ګډه‌وډه شوه. 

لانجې وروسته له هغې پیل شوې، چې ځینو وکیلانو د کابل لوېدیځ کې پر تعلیمي مرکزونو بریدونه نسل وژنه یاده کړه او ویې ویل امنیتي او استخباراتي بنسټونه باید له دندې لاس په سر شي.

خو ځینو نورو وکیلانو بیا غبرګون وښود او وي ویل نسل وژنه نه، بلکې افغان وژنه روانه ده. د ولسي جرګې غړي وایي، د حکومت مسوولیت ماتم اعلانوو او د بریدونو غندل نه دي، بلکې د خلکو امنیت دې ټینګ کړي.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي وايي:«د ملي امنیت بنسټ او نور کشفي او استخباراتي بنسټونه کله چې دومره په بې خبرۍ کې دي د دغو بنسټونو د وجود فلسفه څه ده؟»

ځينې دغه وکیلان حکومت او په ځانګړې توګه اطلاعاتي بنسټونه د خلکو د امنیت ساتنې په برخه کې پر ناکامۍ تورنوي او وايي چې، د ولسمشر مسوولیتونه یوازې د ماتم اعلانول او غندل نه دي.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني وویل:«دا نسل وژونکې کړنه په تېرو پنځو کلونو کې په یوې ځانګړې سیمه کې کېږي دا وژنه د افغانستان په تاریخ کې مخینه نه لري.»

خو ځینې نور وکیلان بیا دغه پېښې نسل وژنه نه بلکې افغان وژنه بولي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی ګل احمد کمین هم زیاتوي:«په کلکو ټکو غندو، دا هغه جملې دي چې د افغانستان د چارواکو او سیاسونو له خولې راوځي خو ولس له دې تکراري جملو څخه ستومانه شوي دي.» 

په دې منځ کې د ولسي جرګې غونډه وروسته له هغې جدي شوه چې، د لوګر د خلکو استازي شاهپور حسن زوی ځينې هغه وکیلان چې د سید الشهدا پېښه نسل وژنه وبلله، نورو هېوادونو ته پر جاسوسۍ تورن کړل.

حسن زوی زیاته کړه:«شهیدان یې چې په شهادت رسولي دي، دا ایران کړي دي، دننه په پارلمان کې مستقیماً خپل جاسوسان لري.»

د ولسي جرګې بل غړی قیوم سجادي بیا وايي:«تازه په تازه د ترهګرو د ترهګریز او وحشیانه اقداماتو او عملیاتو په پار خپلې ماشومانې او نجونې تر خاورې لاندې کړې دي، د دې پر ځای چې دوی تسلیت ووايي مالګه پاشي.»

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري څرګندوي:«څوک چې په پارلمان کې له دغه جنایت څخه ملاتړ کوي او اعتراض کوي هغوی د افغانستان د خلکو د قاتلانو له ډلې دي.»

خو د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني بیا وايي، د هېواد دوښمنان غواړي چې په دغه ډول بریدونو سره د هېوادوالو تر منځ یو والی له منځه یوسي:«د علم او معرفت ضد لښکر د رحمت او مغفرت میاشت کې پر ماشومانو او د سیدالشهدا پر زده کوونکو برید ناورین رامنځته کړ.»

د سیدالشهدا پر ښوونځي وروستی برید له هېواده بهر هم په پراخه توګه غندل شوی دی.

د ولسي جرګې د نن ورځې کابو ټول بحثونه پر روانو نا امنیو او په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي پر برید ورټوله وه.

شریک یي کړئ