Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر صادقانه رول د ولسمشر غني ټینکار

ولسمشر غني نن له غرمې وروسته د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د برېټانیا لوی درستیز جنرال سر نیک کارټر سره ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر، د پاکستان او افغانستان د اړیکو، د سولې بهیر کې د پاکستان پر ونډې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر پای خبرې اترې وشوې.

ولسمشر غني په دغه لیدنه کې په ټینکار سره وویل چې د سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان رول د سولې په ټينګښت او د پر طالبانو د دغه هېواد اغېزه ډېره مهمه ده او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، د ګاونډيتوب حسن او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او پر پوځي حل لارې د طالبانو ټينګار د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی او افغانستان خلک د خبرو اترو له لارې د عادلانه او پایېدونکې سولې غوښتونکي دي.

ښاغلي غني د دواړو هېوادونو ثبات په یو بل پورې تړلی ګڼي او په افغانستان کې د عادلانه او پایېدونکې سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان د صادقانه او اغېزناکه رول غوښتونکی شو.

ښاغلي باجوه همدارنګه د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم ولیدل.

د ښاغلي عبدالله د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، د پاکستان لوی درستیز وویل چې هېواد یې ژمن دی چې په افغانستان کې پوځي حل لار نشه، یوازینۍ حل لار د مذاکراتو له لارې یوې سیاسي هوکړې او پر یوه ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو هوکړه او د ټاکنو ترسراوی دی.

ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې ویلي که چېرې د پوځي حل لارې د تحمیل غوښتونکي وي، دا کړنه به د جګړې د دوام او د خلکو د مخالفت لامل شي.

هغه زیاته کړه سوله ییز افغانستان چې طالبان د هغه یوه برخه وي، د افغانستان د خلکو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی. د ملي روغې جوړې عالي شورا ټينګار وکړ چې پوځي حل لار د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.

بلخوا دواړو لوریو د طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د معنا لرونکو مذاکراتو پر دوام ټينګار وکړ. 
 
ولسمشر غني وايي چې دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، د ګاونډيتوب حسن او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري.

شریک یي کړئ