Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۸۰ تنه وژلي

د سېلاونو، اورښتونو او ځينو نورو طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې ۸۰ کسان مړه شوي، او ۳۰ تنه نور تري تم شوي دي.

دغه طبيعي پېښې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې شوي، چې په مړو او تري تم شوو کې ښځې او ماشومان هم شته.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي؛ دا یوازې د ثور میاشتې د ۱۵ ورځو د قربانیانو شمېر دی.

د ورښتونو او سېلاوونو له کبله د هېواد په ځېنو سېمو کې خلکو ته درانه اقتصادي زیانونه هم اوښتي.

وروستیو سېلابونو د هرات د ۱۱ سیمو اوسېدونکي سخت زیانمن کړي دي. په ځانګړې توګه د ګذرې ولسوالۍ. د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، په دې پېښې سره یې خپلې ټولې هستۍ له لاسه ورکړي دي.

د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکې راحله وايي:«سېلابونو زموږ کور له بېخه یوړل. پسونه او ځمکه ټول یې له ځان سره یوړل. ډېر زیانمو ولیدل. اوس هېڅ نه لرو. د خپلوانو په کور کې وږي تږي ناست یوو.»

د ګدزې ولسوالۍ بل اوسېدونکی غلام سرور هم څرګندوي:«له بزګرو چې څومره غنم لرل ټول یې یوړل. اوړه او هټۍ یې له ځان سره یوړه. تر څو یې چې وس وو موږ ته یې زیان ورسوه.»

هغو انځورونو کې چې طلوع نیوز ته، د بغلان ولایت د مومن اباد کلي اوسېدونکو رالېږلي د سېلابونو له امله د رامنځته شوي ویجاړیو ښکارندويي کوي.

د مومن درې کلي اوسېدونکي سیدخان وویل:«د پنجشنبې پر شپه د شپې په دولسو بجو دغه ټوله سیمه سېلاب یوړه. له لېرې لېرې تګ څخه پرته نوره چاره مو نه لرله. درې کوټې مو په همدې ځای چپه شوې. زموږ غالۍ او لوښي د دغو ویجاړیو لاندې دي.»

طبیعي پېښو د ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په یوه نوي راپور کې راغلي چې، د غوايي یا ثور په تېرو ۱۹ ورځو کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې بارانونه او ږلۍ اورېدلي او له امله یې سېلابونه هم راوتي او ورسره ځینې ځایونه ښویېدلي هم دي.

په دې پېښو کې د ۸۰ کسانو له مړه کېدو، ۳۲ ژوبل کېدو او ۳۰ نورو له تري تم کېدو هم خبر ورکړ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په دې لړ کې څه بانې ۳ زره او ۸۰۰ څاروي هم تلف شوي دي. د یو شمېر خلکو کورونه او کرنېزې ځمکې او همداراز ځینې دولتي ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني څرګندوي:«د رودخانو حریمونه غصب شوي دي. په سېلبرونو کې بې پلان او به خپلسر کورونه جوړ شوي دي. د نباتي فرش نشتون او د ځنګلونو پرېکول او دا درې موردونه د سېلابونو د ویجاړیو اصلي عاملونه دي.»

له دې ټولو سره سره د هوا پېژندنې ادارې داسې اټکل کوي چې، تر دې وروسته به هم د هېواد له مرکزي سیمو سربېره په شمال او شمال ختیځو سیمو کې ورښتونه دوام وکړي.

د هوا پېژندنې د اټکلونو ریاست امر محمد نسیم مرادي وویل:«په بېلابېلو برخو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملی مټرو اټکل شوې ده.»

افغانستان د نورو هېوادونو په څېر له اقلیمي بدلونو زیانمنونکی دی. د چاپېریال ساتنې شنونکي د غیر معمول اورښتونو یو لامل د ځمکې ډېر ګرمېدل په ګوته کوي.
 
په وروستیو اورښتونو کې د ۸۰ کسانو له مړه کېدو، ۳۲ ژوبل کېدو او ۳۰ نورو له تري تم کېدو هم خبر ورکړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه