Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: طالبان دې د سولې له رامینځ ته شوي‌ فرصت نه ګټه واخلي

ولسمشر غني نن ( پنجشنبه، د ثور ۲۳ مه) په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره  دې له رامینځ ته شوي فرصت نه ګټه واخلي او د جګړې د دوام پر ځای دې سولې ته غاړه کیږدي.

ولسمشر غني وویل له هیواد نه د بهرنیو ځواکونو په وتو سره د سولې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او طالبانو ته نه ښایي چې دغه تاریخي فرصت ضایع کړي.

هغه زیاته کړه چې د خلکو او جمهوریت غیږ د طالبانو لپاره خلاصه ده او پکار ده چې طالبان د سولې په پار، له دې موقع نه په استفادې سره  د ټولنې له ټولو قشرونو سره پراخ او پرانستي بحثونه پیل کړي او د ۴۱ کلن ناورین د ختمیدو لپاره په یوه لویه جرګه کې برخه والي.

ولسمشر غني د سولې په رابطه پراخې سیاسي اجماع ته د رسیدو لپاره د هڅو د ګړندیتوب ډاډ ورکړ.

هغه د جګړې له اړخه هیواد ته د دروند تاوان د اووښتو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې له دې درکه افغانستان ته د یو ملیارد دالرو تاوان اووښتی دی.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل: « ستاسو پیغام څه دی، ولې ولسوالۍ ویجاړوئ؟ تاسو ماته ستاسو تر کنټرول لاندې کومه ولسوالۍ کې د ابادۍ یوه بیلګه راوښایاست.»

هغه د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده پیغام ته په غبرګون کې وویل: « مولوي صیب هیبت الله ، د پیغام له لیږلو وړاندې یو ځل د دې ملت تاریخ ته وګوره! تاسو د پیغام پر ځای له خلکو د تسلیمیدو غوښتنه کړې ده.»

ټینګار یې دا وو چې جګړه نه بلکه سیاسي تفاهم او جوړ جاړی د لانجې د حل یوازینۍ لار ده.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه هم کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال په ډاګه وویل چې د امارت بیرته راستنیدل د پاکستان له ملي ګټو سره مطابقت نه لري او دوی برعکس د جمهوریت ملاتړ کوي.

ولسمشر د بهرنیو ځواکونو وتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې سره د افغانستان «ملي حاکمیت» خوندي شوی او د نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو نوی فصل پیل شوی دی. هغه وویل: « ډاډه اوسئ چې نړیواله همکاري به په لا ښه بڼه تنظیم شي او تاسو به ډير ژر د افغانستان د سولې په رابطه د سیمه یزې اجماع له جوړیدو خبر شئ.»

ټنګار یې دا و چې د سیمې هیوادونه افغانستان ته د یوه فرصت په نطره ګوري او دا چې په افغانستان کې سوله او ثبات په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات معنی لري.

ولسمشر غني له جګړې او سولې ورهاخوا په هیواد کې د کرونا وایروس د خپریدو د دریمې څپې خبرداری هم ورکړ.

هغه وویل: « دا د کرونا وایروس د خپریدو د دریمې څپې پیل دی. له تاسو ټولو غواړم چې د عامې روغتیا وزارت  لارښوونو ته پام وکړئ.»

ولسمشر وویل له دې اړخه یې د احتمالي ګواښ د مقابلې او مدیریت لپاره تیره ورځ د اړونده چارواکو غونډه هم بللې وه.

تر اوسه په افغانستان کې ۶۳ زره کسان په کرونا وایروس ککړ شوي چې له مینځه یې ۲ زره ۷۰۰ تنه مړه شوي دي.

تیره ورځ ( چهارشنبه)  د عامې روغتیا وزارت په یوه شپه او ورځ کې د دغه وایروس د ۳۴۰ مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړ.

ولسمشر غني د سولې په رابطه سیاسي اجماع ته د رسیدو لپاره د هڅو د کړندیتوب ډاډ هم ورکړ.

شریک یي کړئ