Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات اوسېدونکي او پوځیان د اوربند د غځېدو غوښتونکي دي

د روان کمکي اختر درېیو ورځو کې اوربند سره نظامیانو او عامو خلکو ته د کرارۍ موکه برابره شوې. 

په هرات کې ځینې هغه پوځیان چې میاشتې - میاشتې یې د جګړې ډګر کې تېرې کړي دي او له خپلو کورنیو لېرې دي، دې درې ورځني اوربند ته خوشحاله دي. 

دا نظامیان وایي، اوسنۍ جګړه ګټوونکی نه لري او ښه دا ده، چې ټولې خواوې دایمي اوربند وکړي او په خبرو کشاله حل کړي.

نظام الدین چې د ملي پوځ سرتېری دی په اوس اوس د جګړې له ډګره راستون شوی دی. هغه نن خپله دنده په هرات ښار کې د تلاشۍ په یوه تم ځای کې ترسره کوي او دې ته ځير دی چې خدای مه کړه کومه پېښه ونه شي:«دا چې درې ورځې اوربند اعلان شوی د خوښۍ ځای دی. موږ ټول باید دایمي اوربند ولرو؛ خو دا د اختر درې ورځنی اوربند هم ښه دی.»
 
د ملي پوځ بل سرتېری چې هغه هم نظام الدین نومېږي او نوموړی هم په هرات کې دنده ترسره کوي. هغه د بدخشان اوسېدونکی دی او پنځه میاشتې کېږي چې له خپلې کورنۍ لېرې دی. هغه په دغې موده کې د لوېدیځې حوزې په تر ټولو ناامنیو برخو کې دنده ترسره کړې ده.

خو ظاهراً له وقفې پرته دندې هغه ستومانه کړی دی:«پنځه میاشتې کېږي چې په رخصتۍ نه یم تللی او په بادغیس، فراه ولایتونو او شینډنډ ولسوالۍ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.»

هرات کې د ملي پوځ د مخابرې کنډک قومندان مهرالله هم وايي:«د دې لپاره چې اوربند دی نن د خوشحالۍ احساس کوم. هیله ده چې په هېواد کې یو سراسري او دایمي اوربند راشي؛ ځکه چې په ناحقه ډېرې وینې تویېږي او هره ورځ امنیتي ځواکونه شهیدان او پټیان کېږي. له دې چې خلک د اختر ورځې په امنیه فضا کې تېروي ډېر خوشحاله یم.»
 
طالبانو د اختر درې ورځو کې اوربند اعلان کړی دی؛ او دا اوربند له تېرې شپې راهیسې پيل او د شنبې تر ورځې به دوام پیدا کړي.

د هرات اوسېدونکی عبدالله عطایي څرګندوي:«موږ غواړو چې دا اوربند د تل لپاره وي.»

د ډېریو له نظره د اختر د ورځني اوربند ارامښت له توفان مخکې ارامښت ته ورته دی. دوی اندېښمن دي چې د اوربند له درې ورځنۍ مودې له پای مخکې، په هېواد کې جګړې او تاوتریخوالی یوځل بیا زور واخلي او ډېر افغانان قرباني شي. 
 
شریک یي کړئ