Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوربند د خلکو یو اختر دوه او خوشحالۍ یې څو برابره کړې

هېوادوالو د کوچني اختر لومړی ورځ په داسې حال کې پیل کړه چې په هېواد کې اوربند اعلان شوی دی او هغوی د کومې پېښې د رامنځه کېدو له اندېښنې او وېرې پرته، تفریح او تګ راتګ وکړ.
 
په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه کابل کې دغسې بېلګې ډېرې وې. د ناامنو سیمو خلک هم وایي، غواړي، چې یو څو ساعته یې پرته له جګړې او تاوتریخوالي تېر شي.

د کابل اوسېدونکې نجیبه حسیني وايي:«غواړو چې تل همداسې سوله وي؛ لکه چې دا درې ورځې اوربند دی.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد رفیب فایض څرګندوي:«دا خلک ستومانه دي! دا خلک نور نه د حکومت او نه هم د طالبانو له خوا د دا ډول چلن نه وړ دي.»

د اختر په شپو او ورځو کې اوربند د دې لامل شوی چې، د کندوز له بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي هم دلته په یوه ځای کې سره راټول شي چې له تاوتریخوالي لېرې خپلې شېبې رنګینې کړي.

د امام صاحیبب ولسوالۍ اوسېدونکی سید حکیم وايي:«موږ له امام صاحب ولسوالۍ څخه روالي یوو، ولسوالۍ د روژې په لړ کې د ډېرې شدیدې جګړ شاهده وه. خو اوس راغلي یوو د سولې، ورورلۍ له فضا څخه یوه ډله ځوانان برخمن شوو.»

د کندوز بل اوسېدونکی نظیف‌الله هم زیاته کړه:«له دغه درې ورځني اوربند څخه موږ ډېر خوشحاله یوو او موږ په دې هیله یوو چې اوربند دوام پیدا کړي.»

غلام عباس امیري چې، له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې رباب غږوي وايي، په آرامه او امنه فضا کې د رباب غږول یې پخواني وختونه چې یو وخت افغانستان امن وو، وریادوي:«څومره ژبې چې به افغانستان کې دي، ټول سره وروڼه دي، وروڼه وو؛ اوس موږ دا دعا کوو چې خدای دې یوه سوله راولي، االله دې د افغانستان د ټولو خلکو په منځ کې یو یووالی رامنځته کړي.»

دغه هېوادوال د جګړې له ښکېلو خواو غواړي چې، اوربند دایمي کړي او پر سولې سره جرګه شي.

طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی دی؛ هغه اوربند چې له تېرې شپې پيل او تر شنبې پورې به دوام پیدا کړي.

شریک یي کړئ