Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه معرفي شو

محمد داوود لغمانی نن سهار (دوشنبې د غوايي په ۲۷مه) د فاریاب ولایت په مرکز میمنې کې د ملي پوځ د لومړۍ لوا په قومندانۍ کې، د د غه والیت د والي په توګه معرفي شو.

سرچینې وایي چې ښاغلی لغمانی د جنبش د پلویانو د اعتراضونو له امله، د ملي پوځ په یوه مرکز کې د والي په توګه معرفي شو.

د فاریاب ولایت د مقام ودانۍ د لاریون کوونکو له خوا کلابنده ده او د میمنې ښار ټولې لارې تړلې دي.

د فاریاب لپاره د نوي والي د معرفۍ په وړاندې د اعتراض په دوام، د مارشال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د حنبش ګوند ګواښ کوي تر هغې چې حکومت خلکو ته د فاریاب د نوي والي د ګومارنې په هکله د 
مثبت ځواب ور نه کړي، د دغه ګوند د پلویانو اعتراضونه به دوام پیدا کړي.

اعتراضونه ۲۰ ورځې مخکې هغه مهال د حکومت د اقدام په وړاندې را وپارېدل چې نقیب الله فایق کې د فاریاب ولایت له مقام څخه لېرې او پر ځای یې ښاغلی لغمانی معرفي کړ. که څه هم دغه لاریونونه کم شوي وو، خو د شنبې په ورځ له هغې وروسته کله چې حکومت وغوښتل محمد داوود لغمانی د دغه ولایت لپاره معرفي کړي، بیا زور واخیست.

د یکشنبې په ورځ حکومت هڅه وکړه چې ښاغلی لغمانی له چورلکې سره فاریاب ته یوسي او رسماً معرفي کړي؛ خو پارېدونکو لاریون والو د دغه کار مخه ونیوله.

ځينې سیاستوال وايي چې په اوسني وضعیت کې سیاسي اجماع او له نظام څخه د خلکو ملاتړ ته اړتیا ده او په لوړه کچه باید پرېکړې دقیقه او سنجول شوې ونیول شي چې نفوذ لرونکې څېرې ناراضه نه وي.

ځينې سناټوران هم خپل منځي شخړې د افغانستان په زیان ګڼي.

ولسمشر کابو ۱۵ ورځې مخکې، د نوي والي د معرفۍ په وړاندې له مخالفت وروسته، نقیب الله فایق کې په مشران جرګه کې د انتصابي غړي په توګه معرفي کړ او هغه ته یې د میربچه خان مډال ورکړ، خو د فاریاب اوسېدونکي او ملي جنبش ګوند وايي چې هغوی په فاریاب ولایت کې د یوه داسې کس د معرفۍ غوښتونکي دي چې د دوی له منځه وي.

اعتراضونه ۲۰ ورځې مخکې هغه مهال د حکومت د اقدام په وړاندې را وپارېدل چې نقیب الله فایق کې د فاریاب ولایت له مقام څخه لېرې او پر ځای یې ښاغلی لغمانی معرفي کړ.

شریک یي کړئ