Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په درې ولایتونو کې د ملي پوځ ځواکونو عملیات

ملي پوخ نن (دوشنبې، د غوايي په ۲۷مه) د هېواد په درې ولایتونو بغلان، میدان وردګو او لوګر کې د درې ولسوالیو د بېرته نیولو د عملیاتو له پیله خبر ورکوي.

 د لوګر د څرخ ولسوالۍ، د بغلان د بورکې ولسوالۍ او د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ د ودانیو د سقوط څو اوونۍ شوي او اوس د دغو درېیو ولایتونو مرکزونو ته نږدې د افغان ځواکونو او طالبانو نښتې روانې دي. 

د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په ډله ییز برید کې پنځه پاڅونوال وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.

د لوګر قومي مشر سید فرهاد اکبري وویل:«که چېرې موږ ووایوو چې لوګر نه، لوګر یې نوم نه دی، دوزخ دی. اوس موږ په دوزخ کې ژوند کوو.»

خو د دغه ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د سیمه ییز خلکو پر کورونو د هاوانونو د لګېدو له امله درې ولسي وګړي وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان دي.

د برکي برک اوسېدونکی نصرالله وايي:«له دې پرته چې جګړه وي له پوستې هاوان راشړي. درې تنه وژل شوي او پنځه تنه ټپيان دي.»

د لوګر د  څرخ، د بغلان د بُرکې او د میدان وردګ د نرخ ولسوالیو له سقوط کېدو څو اونۍ تېریږي؛ خو د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وايي، د یادو ولسوالیو له سقوط کېدو وروسته د جګړې لمن د یادو درېیو ولایتونو د مرکزونو څنډو ته رسېدلې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل:«په هغو سیمو کې چې زموږ د دفاعي ځواکونو له خوا تکتیکي شاتک شوی د ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره، منظم پوځي پروګرام موجود دی او د تېر پرتله له پیاوړتیا سره موږ په هغو سیمو کې به ځای پر ځای شو او له جدي مبارزې سره به دښمن ته د سر لوړولو اجازه ورنه کړو.»

د ولسي جرګې غړی اسدالله شهباز څرګندوي:«د بغلان وضعیت ته دې جدي پاملرنه وشي چې یو مهم ولایت دی. د دې لپاره چې د نهو شمالي ولایتونو لار ده، کله چې بغلان له ستونزو سره مخامخ وي، نهه ولایتونه له ستونزو سره مخ دي.»

له دې سره سم، د ولسمشر دویم مرستیال بیا په سولې بهیر کې طالبان پر پلمې جوړولو تورنوي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي:«طالب ډلې په بېلابېلو پلمو تراوسه د سولې له مذاکرې او سوله ییزې سیاسي حل لارې اوږه تشه وي او پر پوځي بریدونو، تاوتریخوالي او ترور ټينګار کوي.»

له یادو ولایتونو سربېره، په ننګرهار، لغمان او کندز ولایتونو کې هم جګړې شوې دي. خو پوځ بیا وايي چې، د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

بغلان، میدان وردګو او لوګر ولایتونو خلک وایي، که حکومت له لاسه وتلې سیمې بېرته کابو نه کړي، نورې سیمې به هم ناامنې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه