وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې چاودنه؛ ۹ ولسي وګړي وژل شوي

یوه امنیتي سرچینه نن (پنجشنبې د غوايي په ۳۰مه) وايي چې د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کې یوې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ولسي وګړي وژلي دي.

سرچینې زیاته کړه چې دغه پېښه نن سهار د لښکرګاه ښار د لسمې حوزې په اړوند بشران سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د مُلکي وکړو یو موټر د سړک غاړې ماین باندې برابر شو.

سرچینه زیاتوي چې د دغه ماین چاودنه کې، دوه نور ماشومان هم ټپيان شوي دي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

هلمند کې چاودنه؛ ۹ ولسي وګړي وژل شوي

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې حوزې په اړوند بشران سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۹ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

شریک یي کړئ