Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد شپږو نورو ولایتونو کې د لاریون په هکله د جنبش ګوند ګواښ

د فاریاب لپاره د نوي والي د معرفۍ په غبرګون کې د اعتراضونو په لړ کې، د ملي جنبش ګوند ګواښ کړی که چېرې ولسمشرۍ ماڼۍ په فاریاب کې د لاریون کوونکو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، د فاریاب د اوسېدونکو په ننګه به د هېواد په شمال کې شپږو نورو ولایتونو کې هم پراخ اعتراضونه پیل شي.  

د عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو وایي چې حکومت تر اوسه په فاریاب کې د خلکو پر غوښتنو د غور په برخه کې هېڅ ګام نه دی پورته کړی او احتمال لري چې د خلکو اعتراضونه پراخ شي.
 
ښاغلي نیرو په دې هکله وویل:«هغه څه چې په شمال کې رامنځته شوي د میمنې ښار او فاریاب ولایت څخه پراخ لاریونونه دي. په ډېر احتمال سره سبا یا بل سبا د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې به نور ولایتونه هم د سترو لاریونونو شاهد وي.»

د فاریاب اوسېدونکو تېره اوونۍ له هغې وروسته په لاریون لاس پورې کړ چې حکومت د فاریاب د پخواني والي نقیب الله فایق پر ځای محمد داوود لغمانی معرفي کړ. ښاغلی داوود اوس خپل مسوولیتونه په فاریاب کې د ملي پوځ له یوه مرکزه مخته بیايي او معترضان اجازه نه ورکوي چې د ولایت مقام ته ولاړ شي.

لاریون کوونکي وايي چې ښاغلی لغمانی د فاریاب له جفرافیې سره بلد نه دی او د دغه ولایت لپاره باید داسې کس معرفي شي چې د دغه ولایت له چاپېریال سره اشنایي ولري.

بل خوا په فاریاب کې معترضان وایي چې نوی والي د خلکو له مشورې پرته ټاکل شوی او که په دغه ولایت کې د هغه کار دوام ومومي، په فاریاب کې به معترضان په مدني نافرمانیو لاس پورې کړي.

معترض نور محمد وايي:«حکومت هېڅکله نه شي کولای په زور پر خلکو حکومت وکړي.»

بل معترض فرهاد بینوا زیاتوي:«حکومت نه شي کولای چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.» 

خو داوود لغمانی چې له دوو ورځو راهیسې یې د فاریاب د پوځ په یوه مرکز کې خپل کار پېل کړی دی، هیله من دی چې دغه اعتراضونه په سولیز ډول پای ته ورسول شي.

ښاغلی لغمانی وايي:«د ولایت د دروازو په شاوخوا کې ځينې کسان دي؛ یعنې موږ کولای شو هغه خلاصې کړو، خو زموږ امنیتي ځواکونه نه غواړي چې چا ته زیان ورسېږي.»

بل خوا په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي تمه لري چې حکومت له خلکو سره خبرې وکړي او د خلکو د اعتراضونو د پای ته رسولو او د هغوی پر غوښتنو د غور لپاره فاریاب ته یو پلاوی ولېږي.
 
په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې فوزیه رووفي څرګندوي:«د خلک له سرسخته دښمن سره چې طالبان دي مذاکره کوئ خو د فاریاب له خلکو سره مذاکره نه کوي! د خلکو غوښتنو ته غوږ نه نیسي او غوښتنو ته یې لبیک نه وايي.»

ارګ وایي چې د اصلاحاتو د راوستو  لپاره د فاریاب ولایت لپاره نوی والي ټاکل شوی او هڅې پېل شوې دي چې په فاریاب کې وضعیت عادي حالت ته وګرځول شي.

له شپږو ورځو راهیسې په فاریاب ولایت کې د دولتي ادارو  چارې له نوي والي سره د دغه ولایت د ځينو  خلکو د مخالفت له امله په ټپه درېدلي دي.

شریک یي کړئ