Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د افغانستان پر ملاتړ د ناټو ټينګار

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه سازمان متحدان به له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي د فرانسې له ولسمشر ایمانول مکرون سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې ناټو له افغانستان سره د همکارۍ نوې پاڼه پرانیستې ده چې درې بنسټيز رکنونه په ځان کې رانغاړي.

سټولټنبرګ وویل:«په لومړي سر کې موږ تصمیم لرو چې افغان امنیتي ځواکونو ته مشورتي او وړتیا لوړولو ملاتړ ته زمینه برابره کړو چې دا افغان امنیتي ځواکونو ته د مالي ملاتړ دوام هم له ځان سره لري. دویم تصمیم لرو چې افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته له افغانستانه بهر د پوځي روزنې زمینه برابره کړو او درېیم دا چې موږ پرېکړه لرو چې د کابل هوايي ډګر په ګډون د خپلو خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړو.» 

د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې د ناټو له خوا خپره شوې، سټولټنبرګ او مکرون په عراق، سیمې او افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوی دی. له افغانستانه د دغو ځواکونو وتلو د افغانستان د راتلوونکی په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په هکله اندېښنې راپارولې دي.

ناټو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې سټولټنبرګ او مکرون په عراق، سیمې او افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله هم خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ