Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر فلسطین د اسرایل بریدونو د غندلو لپار کابل او ولایتونو کې غونډې

په کابل او ځینو ولایتونو کې یو شمېر خلکو په بېلابېلو غونډو کې پر فلسطینیانو د اسراییلیانو بریدونه وغندل.

له دې منځه په کابل کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوې غونډه کې پر فلسطینیانو د اسرایلیانو بریدونه بشري جنایت او د دغه ډول بریدونو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو چوپتیا د اسلامي نړۍ لپاره ننګ وباله.

هغه په دې هکله وویل:«فلسطین د اسلامي امت زړه دی او اسرایل په دې زړه کې د غربي استعمار زهر لړلی خنجر دی. که اسلامي امت له مسجد الاقصی دفاع ونه کړی شي سبا له کعبې هم دفاع نه شي کولای.»

ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې چې د اسرایلو د مرګوني بریدونو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو چوپتیا د شرم وړ ګڼي وایي چې دا جګړه د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ نه ده بلکې د مسلمانانو او د لوېدیځ د ښکېلاک ترمنځ جګړه ده.
 
د دې غونډې ګډونوال په داسې حال کې چې دغه بریدونه د منلو وړ نه ګڼي له اسلامي هېوادونو غواړي چې پر فلسطینیانو د اسرایلو د بریدونو  پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړی عبدالستار خواصي څرګندوي:«شرم دی، ننګ دی! ۵۳ اسلامي هېوادونه که چېرې پر اسرایل یو یو بېل خاوره واچوي خښېږي.»

په مزار شریف او د هېواد په ځینو ولایتونو کې هم د فلسطین له خلکو نه د ملاتړ د اعلانولو لپاره غونډې جوړې شوي دي.

دیني عالم عبدالحد موحد په دې هکله وویل:«ځينې کسان دي چې وايي پر فلسطین یې زموږ څه! موږ وایوو فلسطین زموږ عقیده ده او د انبیا د زېږون هېواد دی.»

د اسرایلو او فلسطیني جنګیالو ترمنځ یوولس ورځنۍ جګړه تېره شپه پای ته ورسېده، خو په دغې جګړه کې د فلسطین د ولسي وګړو وژنه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې غندل شوې ده.

ګلبدین حکمتیار وايي چې د فلسطین د خلکو د ملاتړ او د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې د دفاع په برخو کې هر ډول همکارۍ او د قربانۍ ورکړې ته چمتو دی.

شریک یي کړئ