Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې اعتراضونه؛ د جنبش مشران د فډرالي حکومت جوړېدوغوښتنه کوي

په فاریاب کې د اعتراضونو په لړ کې، نن لاریون والو د فډرالي حکومت شعارونه ورکړل او د جنبش ګوند ځینې مشرتابه غړو هم له مارشال دوستم څخه غوښتل چې یو فډرالي حکومت جوړ کړي.

دوی وايي، په فاریاب کې ځینو قومي مشرانو د دغه ولایت د یو شمېر خلکو د غوښتنو پر وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بې غورۍ په غبرګون کې له مارشال دوستمه غوښتي چې، فدرالي حکومت جوړ کړي.

د یاد ګوند غړو د دې پخلی هم کړی چې، مارشال دوستم ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړی چې، مراد علي مراد د فاریاب د والي په توګه معرفي کړي؛ خو حکومت دغه غوښتنه رد کړې ده.

په فاریاب کې معترضان د خپلو اعتراضونو په اومه ورځ د فډرالي حکومت شعارونه ورکوي.

اوس مهال ښځې هم د نارینه وو تر څنګ د فاریاب ولایت مخې ته خیمه وهلې ده څو د دغه ولایت له نوي والي سره خپل مخالفت څرګند کړي.

یو له معترضانو امان الله وویل:«موږ مه ازمویه یوه ورځ به دغه سړکونه د خپلو وینو په رنګ ولړو.»

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی حشمت الله ارمان هم وايي:«د حکومت لپاره زموږ پیغام همدا دی، خدای مه کړه په دغه هېواد کې کوم ستر ناورین رامنځته نه شي. دا خبره باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

د جنبش ګوند یو غړی تاییدوي چې مارشال دوستم د لوی درستیز پخوانی مرستیال مراد علي مراد د فاریاب د نوي والي په توګه وړاندیز کړی دی، خو حکومت ورسره مخالفت کړی دی.

پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل وویل:«د فاریاب په مسله کې باید ووایم چې حکومت یه ستره تېروتنه کړې ده. د یوه کس د ګومارلو لپاره چې په یوه ولایت کې خلک تر دې بریده په غوصه شوي وي چې په شمال کې په څو ځایونو کې خلک په لاریون لاس پورې کړي.» 

معترضان وايي چې ټاکل شوې ده جنبش ګوند د شنبې په ورځ په شپږو نورو شمالي ولایتونو کې هم خپل اعتراضونه پېل کړي.
 
خو ارګ وایي چې د فاریاب اوسېدونکي باید اوسني والي داوود لغماني ته فرصت ورکړي چې ځان ثابت کړي.

د حکومت د رسنیو د مرکز رییس دوا خان مینه پال بیا وايي:«باید والي ته موکه ورکړل شي چې ځان ثابت کړي؛ ځکه چې هغه د ولایتونو په چارو پوهېږي او له هغو سره اشنا دی.»

په فاریاب کې مخالفتونه دغه ولایت ته د ملکي الوتنو د درېدو لامل هم شوې دي. معترضانو په میمنه کې د اعتراض په توګه اته دولتي ادارې هم تړلې دي.

نن اومه ورځ ده چې د فاریاب اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړی دی؛ نن ښځې هم له معترضانو سره یوځای شوې.

شریک یي کړئ