Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې اعتراضونه؛ لاریون وال:نوی والي دې بېرته کابل ته ستون شي

د فاریاب د نوي والي محمد داوود لغماني د ګومارنې په غبرګون کې د فاریاب ولایت د اوسېدونکو اعتراضونو نن د اتمې ورځې لپاره هم دوام درلود.

ځینو معترضانو چې د کفن ټوتې یې له ځانه تاو کړې وې، میمنه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لوا مخې ته اعتراض وکړ.

معترضانو د لوا قومندان ته خبرداری ورکړ که نوی ګومارل شوی والي له دغه مرکزه ستون نه کړي د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

یو له معترضانو روح الله وايي:«یا رهبر یا کفن؛ موږ تر هغې چې یو څاڅکۍ وینه ولرو له خپل مشر ملاتړ کوو. موږ والي نه غواړو.»

په فاریاب کې اعتراضونه او لاریونونه له هغې وروسته پیل شول چې کابو یوه میاشت مخکې حکومت مارشال دوستم ته یو له نږدې کسانو نقیب الله فایق لېرې او پر ځای یې محمد داوود لغمانی د نوي والي په توګه معرفي کړ.

له هغې اته ورځې وروسته، کله چې محمد داوود لغمانی د ملي پوځ به یوې اډه کې د فاریاب د نوي والي په توګه معرفی شو، اعتراضونو زور واخیست.

تېره ورځ د جنبش ګوند مشرتابه غړو ګواښ وکړ که چېرې حکومت د والي په معرفۍ غور ونه کړي، هغی به فډرالي حکومت اعلان کړي.

بلخوا نن دغه معترضان چې نور بېرغونه ورسره دي وایي که چېرې یې په غوښتنو غور ونه شي د ترکستان په نوم به فډرالي حکومت جوړ کړي.
 
خو حکومت لاهم له دغو معترضانو غواړي چې ښاغلي لغمان ته د ځان ثابتولو فرصت ورکړي.

د ولسي جرګې غړی نعمت الله کریاب وايي:«نه کېږي چې هرڅه دې د یوه کس وي. مارشالي؛ په کابینې او سناتورۍ کې ونډه د یوه کس وي. هغه په خپله خلکو او هېواد ته څه کړي دي؟»    

بل خوا د جنبش ګوند غړي وایي چې په وروستیو درېیو ورځو کې عبدالله عبدالله او حامد کرزی د دغو ستونزو د حل کولو هڅې کوي، خو د دوی په وینا که دغه منځګړیتوب نتیجه ورنه کړي، له فاریاب نه به اعتراضونه د هېواد په شمال کې څو نورو ولایتونو ته هم پراخ شي.    
  
 د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وویل:«پر کړنلارې یا د کمېسیون یا هماغې ولسي شورا د جوړېدو په هکله کار روان دی. او د فاریاب ولایت د خلکو د دغه اقدامونو بل ګام د ټاکنو ترسراوی او د خپل والي ټاکل به وي.»

تر دې وړاندې مارشال دوستم د هېواد د لوی درستیز پخوانی مرستیال مراد علي مراد د فاریاب د نوي والي په توګه وړاندیز کړی و، خو حکومت د هغه له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی و.

د جنبش ملي ګوند مشران وايي؛ عبدالله عبدالله او حامد کرزی له تېرو درېیو ورځو راهیسې د حکومت او مارشال دوستم تر منځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

شریک یي کړئ