Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوو میاشتو جګړې په لړ کې کابو اته زره کورنۍ بې ځایه شوې دي

د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د هېواد جګړې ځپلو سیمو کې تېرو دوو میاشتو جګړو کې لږ تر لږه اته زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

هلمند، بغلان، کندز، کندهار، لغمان او کندوز هغه ولایتونه دي، چې ډېر خلک په کې بې ځایه شوي دي.

له دې سره هم مهاله له بغلان څخه راپورنه را رسېدلي، چې طالبانو تېره شپه په یو وخت د دغه ولایت پر څلورو ولسوالیو  نهرین، جرګې، مرکزي بغلان او ګذرګاه ډله ییز بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره لسګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.
             
د بغلان والي محمد اکبر بارکزی وايي:«د قاري امرالله په نامه د طالبانو یو ولسوال د ګذر ګاه نور ولسوالۍ جګړه کې وژل شوی دی.»

خو دغې جګړې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر اړولو سربېره په بغلان کې لسګونه تنه بې ځایه کړي هم دي.
              
د بغلان د کډوالو رییس شریف الله شفیق وویل:«۸۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي چې کابو ۳۵۰۰ تنه په وروستیو جګړو کې بې ځایه شوې دي.»

ورته مهال ځينې بې ځایه شوې کورنۍ له حکومته غواړي چې د هغوی وضعیت ته رسېدنه وکړي.
                
په کندوز کې د جګړو له امله بې ځایه شوی عبدالغفار وايي:«زوی مې په یوې جګړه کې خپل یو لاس او داوړه پېښې له لاسه ورکړې. موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وشي.»
              
په لغمان کې د جګړو له امله بې ځایه شوی محمد علي هم زیاتوي:«نه سرپناه لرو او نه ځای او نه هم ژوند.»
 
د مې میاشتې په لومړۍ نېټې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی. دم ګړۍ د هېواد په څو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

شریک یي کړئ